د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار یې تورن کړ چې ګټه لږه، شتمني ډېره


اسلام اباد - د اسلام اباد احتساب عدالت په یوه مقدمه کې د پاکستان خزانې پر وفاقي وزير اسحاق ډار تر ګټې زیاتې شتمنۍ په لرلو تورن ګرځولی خو اسحاق ډار یې له منلو انکار کړی دی.

پر چارشنبه په دې اورېدنه کې اسحاق ډار له خپل وکيل سره عدالت ته وړاندې شو. د احتساب عدالت جج محمد بشير چودري د اورېدنې پرمهال اسحاق ډار ګرم وګرځاوه چې تر ګټو زياته شتمني جوړه کړې خو ويلي یې دي چې خپله بې ګناهي ثابتوي.

د مقدمې تر اورېدنې وروستو د مسلم ليګ ن غړي طارق فضل چوهدري د احتساب عدالت نه بهر خبريالانو سره د خبرو پر وخت د مقدمې معلومات ورکړل او وې ويل چې دوي تل عدالتونو ته وړاندې شوي دي.

د نوموړي په وينا چېدوه ګواهان د اکتوبر پر څلورمه رابلل شوي څوک چې بېنک افسران دي او تعلق يې د لاهور سره دی.

د ګواهانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې طارق فضل چودري وويل چې ټول ۲۸ ګواهان دي خو د اکتوبر پر څلورمه يواځې دوهرابلل شوي.

تر تورنېدو وروستو قانوني لارې چارې څه دي او د يو ملزم لپاره تورنېدل څه مانا لري؟ په دې اړه د قانوني چارو کارپوه بېرسټرمسرورشاه وايي چې دا يواځې د مقدمې پيل وي، اوس به دواړه ډلې خپلې دعوې سمې ثابتوي.

د نوموړي په وينا چې ملزم خپل دغه جرم نه مني نو اوس به ګواهان رابلل کېږي. لومړی به د نېب او بيا به د اسحاق ډار له خوا ګواهان وړاندې کېږي. بيا به حتمي بحث کېږي او تر هغه وروستو به عدالت خپله پرېکړه اوروي.

بېرسټرمسرور شاه وايي، په اييني او قانوني توګه د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار خپله څوکۍ تر هغو ساتلی شي چې تر څو ګرم نه وي ګرځول شوی خو بل اړخ ته د خزانې لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ له وفاقي وزيره د استعفا غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې پخوانی وزيراعظم نوازشريف د نهې په ورځ احتساب عدالت ته وړاندې شوی وو او عدالت د د هغه د تورنولو لپاره د اکتوبر دوېمه نېټه ټاکلې ده.

د سپريم کورټ له خوا د پانامه اسنادو په مقدمه کې ګډې پلټنيزې ډلې په خپل حتمي راپور کې ويلي وو چې د اسحاق ډار په مالي اثاثو کې په ډېر کم وخت کې ۹۱ چنده زياتوالی شوی نو ځکه سپريم کورټ د جولايۍ پر ۲۸مه نېټه د احتساب قامي ادارې (نېب) ته امر کړی وو چې د هغه پرضد دې هم مقدمه پېل کړي.

د قانوني پوهانو په وينا که اسحاق ډار ګرم وګرځول شو نو تر ۱۴ کالو پورې بندي کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG