د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان پر يو بل د ترهګرۍ خپرولو تورونه پورې کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ - پاکستان پر هند تور پورې کړی چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ د مور کردار لوبوي.دا خبره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمې استازې مليحې لودي له هغې وروسته کړې چې د هند خارجه وزيرې، سوشما سوراج د شنبې پر ماښام د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره تورن کړ.

لودي وويل، هند ترهګري د دولتي پالېسۍ په توګه کاروي.نوموړې په پاکستان کې د نيول شوي هندي جاسوس کلبوشن ياديوف مثال ورکړ، چې په خبره يې، هغه منلې چې په پاکستان کې يې د ترهګرۍ پېښې تنظيم کړي دي.

د هند خارجه وزيرې، سوشما سوراج د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې د پاکستان لخوا پر هند په کشمير کې د زورزياتي د تورونو په ځواب کې وويل، له خپلواکې تر لاسه کولو وروسته هند د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو پاکستان بيا يوازې ترهګرې ډلې جوړې کړي دي.

((زه له پاکستانيو سياستوالو يوه پوښتنه کوم. تاسو کله پر دې هم سوچ کړی چې هند او پاکستان يو ځای ازاد شوي ول، ولې نن هند د مالوماتي ټیکنالوجۍ په ميدان کې د يوه نړيوال قوت په توګه مخ ته راغلی او پاکستان د يوه ترهګر هېواد په توګه ياديږي؟ د دې توپير علت هم يو دی، او هغه دا چې هند د پاکستانيو ګواښونو باوجود د کورني پرمختګ چارې درولې نه دي.))

هندي او همداراز پاکستانيو چارواکو د جمعې پر ورځ وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لانجمنه پوله د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د زيارت پر ماښام د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې هندی پوځ په کشمير کې د ظلم زياتي لپاره تورن کړ او د ياد نړيوال سازمان له سيکرټري جنرله يې وغوښتل چې د کشمير معاملې د څېړلو لپاره خپل يو استازی مقرر کړي.

د پېښور پوهنتون يو استاد او د نړيوالو اړيکو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان او هند، پر ځای د دې چې د خپلمنځي تاوتريخوالي ليرې کولو لپاره معاهدې وکړي، د يوه بل پر ضد له کرکې ډکې پالېسۍ مخ ته وړي.

نوموړی زياتوي، د افغانستان د روغې جوړې لپاره هم لازمه ده چې پاکستاني، هندي او افغان چارواکي غير مشروط خبرو ته سره کيني.

له ډاکټر سرفراز خان سره د مشال راډيو مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د هند او پاکستان ولسونه د خپلو حکومتونو پالېسيو ځپلي: ډاکټر سرفراز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG