داسې کسان د خښتو په بټيو کې کار کوي او ځينې نور بيا د کرهنې په برخه کې غلامان جوړ کړل شوي دي. دا لړۍ له يوه نسله بل نسل ته انتقالېږي.
د پاکستان وفاقي حکومت لخوا د اووه سوه یولسو میلینو په لګښت د پېښورپه حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د سوځېدلي او د ټکان خوړونکیو ناروغانو لپاره د شهید بېنظیر بوټو په نوم یو مرکز د جوړېدو په وروستي پړاو کې دی.
د اسلام اباد ضلعې انتطاميه لخوا جاري شوې اعلاميي تر مخه د محرم په مياشت کې د امنيت وضع ښه ساتلو لپارهد مختلفو ډلو په ۱۴ علماو بندیز لګول شوی دی چې تعلق يې له ديوبندي، برېلوي او شیيعه مسلکونو سره دی.
پاکستان پيپلز ګوند د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو او د هغې ورور مير مرتضی بوټو په وژنه کې پخوانی صدر اصف علي زرداري ککړ دی.
د ترهګرۍ پر ضد په نړیواله جګړه کې تر قربانیو ورکولو او ځورېدو وروسته، د افغانستان د پوځي یا سیاسي حالاتو او هلته د خنډونو لپاره پاکستان ملامتول یو خواشینوونکی کار دی. موږ د هېچا د قربانۍ ګډوري جوړېدو ته تیار نه یو.
د پاکستان د ټاکنو کمیسون وینا ده چې د قبایلي سیمو په ګډون به په ټول پاکستان کې د نویو شناختي کارډونو جوړونکیو د ووټونو لپاره د راجسټرولو عمل شورو کوي.
پاکستان وایی چی تیره ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکايي مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمینځه یو ښه ملاقات شوی دی.
د امريکې په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې هرکال د سپتمبر په يوویشتمه د سولې نړيوالې ورځې لمانځلو لپاره يو سمبوليک زنګ غږول کېږي.
د سیفران وفاقي وزير دغه غونډې ته دا هم ويلي چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ګډېدو موده پينځه کاله ده او تر هغې مودې پورې به د اسلام اباد های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول کېږي
ولسمشر غني پرون ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته په خپله وينا کې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د جګړې په ډګر کې بريا نشې تر لاسه کولای.
د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا لپاره د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی دی.
په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو اتحاد - ال فاټا سياسي اتحاد – مشران وايي موجوده حکومتدفاټا اصلاحات عملي کولو کې دلچسپي نه لري.
نور وښیئ