د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د احتساب عدالت ته وړاندې شو


د نواز شریف پخوانی عکس
د نواز شریف پخوانی عکس

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د احتساب قامي ادارې (نېب) له خوا د هغه پرضد لګول شویو درې درخواستونو د اورېدنې لپاره د سېشنبې پر ورځ د اسلام اباد احتساب عدالت ته وړاندې شو.

یاد عدالت نواز شریف يوازې تر حاضرۍ لګولو وروسته بېرته استولی او پر هغه به د اکتوبر په دویمه نیټه په رسمي ډول تور لګول کیږي.

چې کله نواز شریف عدالت ته وړاندې کېدی نو پر دې مهال د هغه دفاع کوونکي وکیلخواجه حارث هم عدالت ته وکالت نامې جمع کړې.

نواز شریف د دې اوریدنې لپاره د دوشنبې په ورځ له لندن څخه پاکستان ته ستون شوی دی.

د روانې میاشتې پر ۱۳مه نېټه هم احتساب عدالت نوازشريف ، د هغه بچي حسن، حسېن او لور مريم نواز او زوم کېپټن (ر) صفدر ورغوښتي وو.

په دوی کې یو هم پر هغه نېټه عدالت ته نه وو وړاندې شوي او عدالت ورته د ستمبر ۲۶مه نېټه ورکړې وه.

د پاکستان سپریم کورټ د جولايي په ۲۸مه نېټه نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نااهله ګرځولی وو.

سپریم کورټ د احتساب ادارې ته امر کړی وو چې د نواز شریف او د هغه د زامنو پرضد دې مقدمې درج کړي.

نواز شریف نه یوازې د یادو مقدمو په وړاندې د درېدو هوډ ښودلی بلکې د خپلې نااهلۍ پرېکړې په اړه یې له عدالت څخه د بیا کتنې درخواست کړی.

XS
SM
MD
LG