د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې درې مليونه کسان په زوره غلامان ګرځول شوي


د کارګرو نړيوالې ادارې د ((واک فري فاونډېشن)) په نامه د بشري حقونو د اسټراليا مېشتې سازمان او د کډوالو له نړيوالې سره په ګډه په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په ۲۰۱۶م کال کې په نړۍ کې ۴۰،۳ مليونه کسان غلامان جوړ کړل شوي ول. په دې کې له ۲۴،۹ مليونه کسانو په جبري توګه د مزدورۍ کار اخيستل کېږي او او ۱۵،۴ مليونه کسان د خپلې خوښې پرته په زوره واده شوي دي.د راپور له مخې په هرو څلورو غلامانو کې درې ښځې او جينکۍ دي او په هرو څلورو کې بيا يو يې ماشوم دی.

په نړۍ کې تر ۴۰ مليونه زيات کسان غلامان جوړ کړل شوي

راپور زياتوي چې دا کسان د پور پرې کولو لپاره ګرو کړل شوي، په زوره د مزدورۍ کار ورڅخه اخيستل شوی، د جنسي غلامانو په توګه د کار کولو لپاره قاچاق شوي، په زوره واده شوي او ځيني وخت بيا په غلامۍ کې پيدا شوي دي.

راپور ليکي، په نړۍ کې د انساني غلامۍ دود تر ټولو زيات د افريقا او اسيا په لويو وچو کې دی.

د غلامانو دا لړۍ له يوه نسله بل نسل ته انتقالېږي

د پاکستان د بشري حقونو قامي کميسيون مرستيال مشر کامران عارف وايي چې په دې هېواد کې هم په نوي طرز د ګرځول شوو ماشومانو شمېر له دوه مليونه څخه تر درې مليونه پورې يادېږي.

((داسې کسان د خښتو په بټيو کې کار کوي او په سند صوبه کې بيا دا ډول اکثريت کسان د کرهنې په برخه کې غلامان جوړ کړل شوي دي او دا لړۍ له يوه نسله بل نسل ته انتقالېږي))

جاګيردارانه نظام، بېوزلي او ناپوهي د دې مهم لاملونه دي

دا چې د نوي طرز د دې ډول غلامۍ لاملونه څه دي؟ په پېښور کې د ماشومانو او ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې پلوشه عباس وايي چې جاګيردارانه نظام، بېوزلي او ناپوهي د دې مهم لاملونه دي.

((په پاکستان کې د دې تر ټولو لويه وجه جاګيردارانه نظام دی. بله وجه غربت ده. د يو غريب پلار چې ۱۰ يا ۱۲ ماشومان وي نو هغه يې په ډوډۍ پسې نه رسېږي. او بله لويه وجه د تعليم او شعور کمی دی.))

نوموړې زياتوي چې په دې لاره کې ماشومان ګرو يا ګاړه شي او په پټو او بټيو کې ان د پنځو کلونو ماشومان کار کوي.

کامران عارف وايي چې د دوی پر غوښتنه په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان حکومت د ګرو شوو مزدورانو په هکله يو قانون منظور کړ او عدالتونو په دې اړه مثبت پرېکړې هم کړي دي خو اوس هم په لکونو خلک کسان د غلامۍ ژوند تېروي.

((دا د ۳۰ لکه کسانو ستونزه ده او يو شمېر غېر دولتي ادارې پر دې کار کوي خو بيا هم دا ستونزه نه ده حل شوې. په دې برخه کې د حکومت لخوا د جدي ګامونو پورته کولو اړتيا ده.))

د نوي دور غلامۍ د مخنيوي لپاره پر جوړو شوو قوانينو عمل نه کېږي

پلوشه عباس هم ورته نظر لري او وايي چې په پاکستان کې د ماشومانو، ښځو او جبري مزدورانو په اړه قوانين جوړ شوي خو پر هغوی عمل نه کېږي.

د نوي طرز غلامۍ په اړه دا راپور په داسي حال کې خپور شوی چې تر دې وړاندې هم د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو سازمانونو په پاکستان کې د بشرې حقونو د حالت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG