د پاکستان وفاقي حکومت قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره تېر مازيګر (جمعه) قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړه.
د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې يې تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. دا لاره پاکستاني ځواکونو له پرون ماسپښين راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او امنيتي څار سخت کړی و.
وزیراعظم عباسي په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه. بلخوا زاخیلوال د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخی، كلتوري، اقتصادی او سیاسی اړيکو ته د ودې وركولو لپاره په ګډه پر كار كولو ټينګار وکړ.
له دې وړاندې د ازادي جام لومړۍ لوبه پاکستان او دويمه ورلډ الېون ګټلې وه. په ورلډ الېون لوبډله کې د سوهېلي افريقا، ويسټ انډيز، اسټراليا، بنګله دېش او نيوزي لېنډ لوبغاړي شامل ول.
ندیم جېمز تېر کال له هغه وروسته ونیول شو کله چې هغه له خپل ملګري سره د موبایل پیغام له لارې یو نظم شریک کړ او ملګري ورباندې د اسلام د سپکاوي تور پوری کړ.
د خېبر امنيتي چارواکي وايي پرون (جمعه) ماسپښین یو نامعلومه کس په تورخم دورازه کې پر زیرو پواینټ یو لاسي بم راګزار کړ چې په نتیجه کې یی د پاکستان د سرحدي ځواک اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شول.
د روان ۲۰۱۷م کال له جنوري څخه بيا تر سپټمبر مياشتې پورې يوازې د خېبر پښتونخوا په سوات کې لږ تر لږه ۴۰ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي دي.
د پاکستان سپريم کورټ نن د جمعې په ورځ هغه ټول درخواستونه رد کړي چې پکې د پخوانی وزيراعظم او د هغه د کورنۍ د پاناما اسنادو فیصله کې د نااهلۍ فیصلې ته د بيا کتنې خواست شوی وو.
په کورمه کې د بې پایلوټه الوتکې په برید کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي. د راپورونو تر مخه په برید کې یو وسله وال ټپي شوی هم دی.
د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د راتلونکې جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع د ملاقات کولو اتفاق کړی دی.
د پاکستان او افغانستان پلاویو په غیر رسمي بحث کې وويل، دواړه ملکونه باید خپلمينځۍ ناندرۍ لیرې کړي او په خپله خپله خاوره د امن راوستو لپاره له يو بل سره خبرو ته کېني.
چارواکي وايي چې د کراچۍ په کورنګۍ ابراهيم حیدري سيمه کې د قبايلي سیمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د یوه هلک او یوې نجلۍ د پوسټ مارټم ښيي چې دواړه د بجلۍ په کرنټ وژل شوي دي.
نور وښیئ