د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نویو شناختي کارډونو جوړولو بهیر پیل شوی


د پاکستان د ټاکنو کمیسون وینا ده چې د قبایلي سیمو په ګډون به په ټول پاکستان کې د نویو شناختي کارډونو جوړونکیو د ووټونو لپاره د راجسټرولو عمل شورو کوي.

له دې وړاندې په قبایلي سیمو او نور پاکستان کې سرشمېرنه هم شوې په کومه چې د شنونکو وینا ده چې په قبایلي سیمو کې د دې عمل اوسیاسي هلو ځلو څخه جمهوریت ته ګټه رسېدای شي.

د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کېله الېکشن کمېشنه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې راتلونکې میاشت دوی د قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې د ووټرانو یا راې ورکونکیو بیا جاج اخلي او کومو خلکو چې نوي شناختي کارډونه جوړ کړي هغوی به په ووټر لسټونو کې ورګډوي چې له امله به يې په قبایلي سیمو کې هم د ووټرانو یا راې ورکونکیو شمېره زیاته شي.

نن د زیارت په ورځ د الېکشن کمېشن مېډیا ډایرېکټر هارون شینواري مشال راډیو ته په دې اړه وویل کلیز چې کوم د بیا جاج اخستو پروګرام دی دا به په ګرد پاکستان کې کوي او چې دوی ته کومه ډېټا یا شمېره راغلې ده د هغې مطابق قریبا ۴۷ لکه خواو شا چې پکې قبایل هم شامل دي دغه خلک به نوو راې ورکونکیو په نوم لړ کې شاملېږي او د دې طریقه داده چې په قبایلو کې به کور په کور د الېکشن کمېشن کسان ګرځي او راجسټرډ کوي به يې نو دا یو لوی کار دی او له دې به ډېره ګټه ورسي.

دې روستیو کې په پاکستان کې شوې سرشمېرنه کې د قبایلي سیمو آبادي څه د پاسه ۵۰ لکه ښودل شوې په کومه چې د قبایلي چارو تجزیه کاران وايي که څه هم د فاټا آبادي کمه ښودل شوې خو بیا به هم د نوې سرشمېرنې او د نوو ووټرانو د ګډون له کبله د قبایلي سیمو په سیاست او جمهوریت ښه اثر وغورځېږي.

په اسلام آباد کې د قبایلي چارو تجزیه کار ډاکټر اشرف علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل که د نوم لیکنې دا پروسه مخ په وړاندې بوتلل شي او د راې اچونکیو شمېره زیاته شي چا چې نوي شناختي کارډون جوړ کړي وي یا له بهر ملکونو نه راغلي دي نو دا به يوه ډېره غټه او ډېره ښه تجربه وي او په خاص توګه د هغه خلکو لپاره چې تر اوسه د سیاسي عمل نه ساتل شوي وو نو د دې نه به دغه خلکو ته موقه په لاس ورشي چې په دې سیاسي عمل کې برخه واخلي او د دې څخه به په فېصله سازئ کې قبایلو ته برخه ورکړل شي نو دې فکر کوي چې جمهوري عمل ته د ګټې ورکولو لپاره یو ډېر ښه ګام دی.

بل پلو ځنې قبایلي مشرانو او د پارلیمان غړیو د قبایلو سیمو په اړه د سرشمېرنې رپورټ مسترد کړی او وايي چې د قبایلي سیمو آبادي له یو کروړ نه هم اوړېدلې نو باید چې دغلته بیا د سره سرشمېرنه وکړل ش

XS
SM
MD
LG