د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې نړيواله ورځ او نړۍ کې روان جنګونه


د امريکې په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې هرکال د سپتمبر په يوویشتمه د سولې نړيوالې ورځې لمانځلو لپاره يو سمبوليک زنګ غږول کېږي.

خو دا کال دا لمانځنه د سپتمبر په پنځلسم تاريخ وشوه. د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريش وويل: ((ډېره ښه خبره ده چې ورځ د داسې موسيقۍ په اواز پېلوو چې موږ ته د ژوند ښکلا رايادوي. په نړۍ کې زموږ ډېر خلک د جګړو له وجې د سولې له دې خونده بې برخې دي. د سولې نړيواله ورځ موږ ته موقع راکوي چې د سولې او له جنګونو پاکې راتلونکې لپاره خپله اراده يو ځل بيا تازه کړو. له وسله والو هم هيله کوو چې د دې ورځې په احترام سره ټوپکونه کيږدي او د عدم تشدد لار خپله کړي.))

افغان حکومت د حزب اسلامي ډلې سره کامياب مذاکرات کړي او سياسي روغې جوړې ته رسيدلی خو طالبان لا هم پخلاينې ته نه دې تيار شوي

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو په اړه راپور ورکوونکی د ملګرو ملتونو له خوا پېل شوی خبري اژانس، آيرين نيوز ليکي چې په نړۍ کې دا مهال ۳۶ لويې وسله والې شخړې روانې دي. په دې جګړې کې په لکونو خلک وژل شوي او د ملګرو ملتونو په وينا ۶۵ ميليونه خلک دا مهال د بې کورۍ ژوند کوي. په دوی کې لکونه هغه خلک هم شامل دي چې له قبايلي سيمو څخه د پاکستاني پوځ د عملياتو او جګړو له وجې بې کوره شوي دي.

د امريکې بروان پوهنتون د روانو جګړو په اړه د څېړنو برخې واټسن انسټيټوټ د ۲۰۱۶ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې ۶۲۲۹۵ او پاکستان کې ۳۰۴۵۹ ولسي وګړي او امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

د دې سره سره د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د سپتمبر په شپږم تاريخ د دفاع د ورځې په غونډه کې وويل چې د ترهګرو ډلو ملا یې ماته کړې ده. ((موږ به دا جنګ د راتلونکې نسل لپاره ګټو. که موږ ناکام شو نو په دې ټوله سيمه کې به بې امني خوره شي.))

قبايلي سيمو کې د جګړو له وجې د ښوونځيو ويجاړېدو وروسته زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په درسونو ويلو مجبوره شوي
قبايلي سيمو کې د جګړو له وجې د ښوونځيو ويجاړېدو وروسته زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په درسونو ويلو مجبوره شوي

خو بې امني لا هم خوره ده او د تشدد لړۍ نه ده ودرېدلې. د روان کال په فرورۍ کې په سند او پنجاب صوبو کې په ځانمرګو بريدونو کې له سلو ډېر کسان ووژل شول. همداراز په تېرو دوو مياشتو کې کابل کې پر له پسې بريدونو وشول چې د سلګونو کسانو ژوند يې واخيست.

د دې تشدد ختمولو لپاره افغان ځواکونه عمليات او حکومت يې د خبرو کوشش کوي. دوی که څه هم د طالبانو سره په سياسي پخلاينې نه دي بريالي شوي خو د يوې بلې مخالفې ډلې، حزب اسلامي سره يې تېر کال روغه جوړه وکړه. طالبانو تر اوسه د پخلاينې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

تېرکال په کولمبيا کې د اوږدو مذاکراتو وروسته د ياغيانو او حکومت ترمنځ روغه جوړه وشوه او له ۱۹۶۰ کال راهيسې جګړه ختمه شوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سپتمبر په شلمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د تشدد ختمولو لپاره پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په کولو سره له شپاړسو کلونو راهيسې روانه جګړه ختمه کړي. نوموړي زياته کړه: ((طالبان او د دوی ملاتړي نظامي بریا نشي ترلاسه کولای. افغانان یواځې د سیاسي حل له لارې سولې ته رسېدلای شي او زه د هرې کچې پر طالبانو غږ کوم چې په بین الافغاني خبرو اترو کې شامل شي.))

پر افغانستان او پاکستان سربېره په شام، عراق، اوکراين او برما کې روانې شخړې د نړۍ لويو روانو جنګونو څخه شمېرل کيږي. تېر کال په کولمبيا کې د ياغيانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې وشوې او په دې توګه هلته له ۵۷ کلونو راهیسې روانه جګړه پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG