د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکايي مرستیال صدر سره وزیراعظم عباسي خبرې ګټورې وې


د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا

پاکستان وایی چی تیره ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکايي مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمینځه یو ښه ملاقات شوی دی.

د زیارت په ورځ اونیزی خبری غونډی پرمهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا وینا وه چی د امریکا مرستیال ولسمشر د پاکستان او امریکا ترمینځ د اړیکو په اهمیت خبرې کړې دي.

،،د پاکستان وزیراعظم او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمینځ په نیویارک کی دا یو ښه ملاقات و. دواړو خواو د دی خواهش تکرار کړی چې رابطی به جاري ساتي. د امریکی مرستیال ولسمشر دواړو ملکونو ترمینځ د اړیکو په اهمیت خبری کړی او ټینګار یې کړی چې په سیمه کې د سولې او ثباتمقصد ترلاسه کولو لپاره دې شراکتداري جاري وساتل شي.،،

ده په خپلو خبرو کی زیاته کړه هیله لرو چې د امریکا خارجه سېکرېټري ریکس ټیلرسن او د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ترمینځ هم ملاقات وشي.

تر دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم او د امریکا مرستیال ولسمشر ترمینځ ملاقات په اړه د پاکستان وزیراعظم هاوس لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ول چی دواړو چارواکیو په سازګاره ماحول کې خبرې کړې دي او متفق شوي چې خپلمینځۍ اړیکې به مخ پروړاندې بوځي.

د پاکستان او امریکا ترمینځه اړیکې په اګست میاشت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سیمې او افغانستان په اړه نوې پالیسي اعلانولو پس د کړکیچ ښکار شوې دي.

په خپل خطاب کی ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پاکستان د وسله والو د پټنځایونو د لرلو تور لګولی و چې پاکستان رد کړی دی.

په اسلام اباد کی د سټریټیجک سټډیز انسټي ټیوټ مشر نجم رفیق وایي چی دې ملاقاتونو راتلونکې لپاره دواړو ملکونو ته موقع ورکړی.

،،ګوری دواړه ملکونه مخکې هم لرې نه وو او نه به اوس کېږي او زما په خیال دا د امریکایانو نه زیاته چاتا مالومه نه ده چې خبرو اترو سره مسلی هوارېږي او د دې هواری نه په ډرون الوتکو په ذریعه او نه د نورو لارو په ذریعه دی، یواځې خبرې اترې خپلې اړیکې د ښه کولو یوه ذریعه ده،،

د پاکستان وزیراعظم او د امریکی مرستیال ولسمشرد ملاقات پس د پاکستان خارجه سیکټری تهمینه جنجوعه ویلي و چی راتلونکی میاشت به د امریکا یو پلاوی د پاکستان سفر کوي.

په دا ورستیو کی پاکستان ویلي ول چی د مطبوعاتو له لارې په معاملو د خبرو اترو پرځای باید چې خپلمینځيو رابطو د لارې پاکستان او امریکا خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG