د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر محرم وړاندې پر ګڼو ملایانو بندیز لګول شوی


د اسلام اباد ضلعې انتطاميه لخوا جاري شوې اعلاميي تر مخه د محرم په مياشت کې د امنيت وضع ښه ساتلو لپارهد مختلفو ډلو په ۱۴ علماو بندیز لګول شوی دی چې تعلق يې له ديوبندي، برېلوي او شیيعه مسلکونو سره دی.

د اعلامیې تر مخه دا علماء تر دوو مياشتو د اسلام اباد حدودو ته نه شي ننوتی او نه غونډو ته ویناګانې کولی شي.

د انتطاميې لخوا قانون نافذ کونکيو ادارو ته امر شوې چې ياد علماو خلاف دې کاروايي په موثره توګه يقيني کړي.

بل خوا د دې فېصلې په اړه مذهبي پوهان وايي چې دعلماو کار په ټولنه کې امن خورول دي نو بايد د فرقه ايزو شخړو او په ټولنه کې د کرکې خورولو پر ځايې دې د يووالي پيغام ورکړي.

د پېښورشېخ زيد اسلامک سنټر مشر او مذهبي عالم پروفېسر ډاکټر دوست محمد خان وايي چې د ځيني مسلکونو علما د محرم په مياشت کې د امن پر ځایداسې تقريرونه کوي چې خلک په خپلو کې وجنګوي.

د نوموړي په وینا دا علما په عام ورځو کې هم د شخړو او کرکې کورولو تقريرونو نه دې ډډه وکړي او د تارېخې قيصو داسې مثبت اړخونه دې وړاندې کړي چې اتفاق پرې راشې نه چې اختلاف

"په دې خاص موقعو لکه اخترونه،روژه شوه،محرم شو او بيا د حج چې کومه مياشت وي کومې ورځې وي دا د بزرګۍ او برکت ورځې دي نو پکار ده چې موږ د عبادتونو په لور لاړ شو نه دا چې د تقريرونو د لارې د يو بل مذهبي جذبات مجروح کړو،د کربلا قيصې په اړه زموږ تر مينځه ډېر اختلافات موجود دي نو که دغه واقعه موږ څيړو نو دې نه بيا نور اختلافات جوړيږي۔نو زموږ علما داسي نشي کولې چې د محرم په موقع د حضرت امام حسين د شخصيت بيان کړي،د هاغه،سيرت،عبادت او مامولات بيان کړي او د هاغه د ژوند هاغه اړخونه دې بيان کړي چې په کوم ټول مسلکونه اتفاق لري."

يو بل مذهبي کار پوه او د پېښور پوهنتون پخوانې مشر پروفېسر ډاکټر قبله اياز وايي چې حکومت او قانون نافذ کوونکيو ادارو ته په داسې علما نظر ساتل پکار دي.

دې زياتوي چې داسې قسمه علماو لپاره سخت قانون او ضابطې جوړول پکار دي او دوي په دې پوه کول پکار دي چې د هر څه حد وي او د ملک او ولس د مفادو لپاره به په دوي بندېز لګول دي.

"مينه،محبت،د يو بل احترام کول د انسانيت احترام کول يا په کلي کوڅه کې د رورولې سبق ؤقدل دا د علماو کار دی او په دې ورله خپل کردار لوبول پکار دي۔خو که يو کس په ملک کې د انساني ژوند لپاره خطره جوړېږي او ملک کې امنيت خرابوي نو بيا د رياست کار دی چې دا قسمه خلک د قانو دايرې تر لاندې راولي."

د مذهبي پوهانو تر مخه حکومت او د بيلا بيلو مسلکونو علماو ته به په دې مسله کېناستل وي او پدې به داسې رائې راوستل وي چې د ټولو ولس او ملک په ګټه وي.

د اسلام اباد نه علاوه د سېند صوبايي حکومت هم په صوبه کې د مختلفو مسلوکونو سره تعلق لرونکي د 164 علماو په تقريرونو او صوبې ته په داخېلېدو بندېز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG