د لاسرسي ځای

تازه خبر

''فاټا به ۵ کالو کې په خېبر پښتونخوا کې شامله شي''


د سیفران وفاقي وزير دغه غونډې ته دا هم ويلي چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ګډېدو موده پينځه کاله ده او تر هغې مودې پورې به د اسلام اباد های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول کېږي

د پاکستان رياستي او سرحدي چارو (سېفران) وفاقي وزير عبدالقادربلوڅ د نهې په ورځ د سېنټ غونډې ته ويلي چې وفاقي حکومت د رواج اېکټ بیرته اخېتلو پرېکړه کړې او قبايلي سيمې به د پينځو کالو په موده کې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځول شي.

د سیفران وفاقي وزير عبدالقادربلوڅ د سېنټ يادې غونډې ته ويلي چې د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې د قبايلي سيمو غړیو ته د برخې ورکولو پلان وو خو اوس به پينځه کاله وروستو دوی ته په صوبايي اسمبلۍ کې استازیتوب ورکول کېږي او د دې مقصد لپاره به ضمني ټاکنې کېږي. هغه وويل، دا وخت په سيمه کې د حالاتو غوښتنه دا ده چې په سمدستي توګه پوځ له هغه ځايه و نه اېستل شي بلکې په مرحله واره توګه به له قبايلي سيمو د پوځ واپسي کېږي.

د سیفران وفاقي وزير دغه غونډې ته دا هم ويلي چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ګډېدو موده پينځه کاله ده او تر هغې مودې پورې به د اسلام اباد های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول کېږي خو د صوبې برخه جوړېدو وروستو به د پېښور های کورټ واک غځول کېږي او دغه ډول فاټا د صوبې برخه شي.

د عبدالقادر بلوڅ په دې نوي بيان د خېبر ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرېدی وايي، دا د خوشالۍ خبره ده چې وويل شو چيف اپرېټنګ افسر به پوځي نه وي. حکومت د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه راغواړي خو د دوی لويه غوښتنه په ۲۰۱۸م ټولټاکنو کې په صوبايي اسمبلۍ کې برخه وه کومه چې لا هم نه ده منل شوې.

شاه جي ګل اپرېدی له وړاندې د اکتوبر پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی او نوموړی وايي چې تر څو یې ټولې غوښتنې نه وي منل شوي هغوي به دا پرېکړه بېرته نه اخلي.

"زموږ درې غوښتنې دي که هغه پوره شوې کو بيا به د احتجاج پرېکړه بېرته اخلو ګنې دغه احتجاج حتمي دی، يو په ۲۰۱۸م کې د صوبايي اسمبلۍ غړيتوب د فاټا استازو ته، دوېم د های کورټ او سپريم کورټ واک غځول او درېم چې د فاټا اصلاحاتي راپور کې کوم درې فيصده اېن ايف سي اېوارډ د پېسو وړانديز ورکړل شوی وو هغه عملي کېدل."

د ال فاټا سياسي اتحاد مرستيال مشر زرنور اپرېدی هم دا دريځ لري چې حکومت له دې وړاندې هم دا رنګ لوظونه کړي، اوس که د پينځه کالو د مودې، اول اسلام اباد های کورټ او بيا پېښور هايکورټ تر قبايلي سيمو غځول، دا ټولې هغه خبرې دي چې د حکومت فېصلې مشکوکه کوي.

"د پاکستان ټول سياسي ګوندونه او ان تر دې چې ټوله نړۍ مني چې موږ څه غواړو دا حق دی خو واکمن ګوند د قبايلي ولس سره زياتی کوي، بيا بيا ورته دروغ وايي."

د ذکر ده چې له دې وړاندې د ايف سي ار قانون پرځای د ‘رواج اېکټ‘ په نوم قانون جوړ کړل شوی وو چې د قبايلي سيمې د استازیو له خوا رد کړی شو خو د عبدالقادر بلوڅ بيان تر هغه وروستو راغلی.

د اسلام اباد های کورټ د غځولو په پرېکړه شاه جي ګل اپرېدی وايي له قانون وزارت سره یې خبره شوې او ژر به د پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو وغځول شي.

XS
SM
MD
LG