د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شاهد خاقان عباسي امریکا ته تګ څه ګټې لرلای شي؟


د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا لپاره د امریکا نیویارک ښار ته رسېدلی دی.

نوموړی به د دې غونډې په څنډو کې د یو شمېر نورو هیوادونو له مشرانو او چارواکو سره د لیدو کتو تر څنګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم خبرې اترې وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له امریکا سره هم اړیکې کړکېچنې شوې دي.

د پاکستان د وزير اعظم په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وينا کول که يو خوا ډېر مهم ګڼل کېږي نو بل پلو د سياسي او سيمه یيزو چارو کارپوهان دا هم وايي چې د شاهد خاقان عباسي امريکا ته تګ او له امریکايي چارواکو سره لیده کاته به د دواړو هیوادو تر منځ د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان او امريکا په اړیکو کې هغه وخت تاوتریخوالی راغی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۲۱ مه نېټه د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې اعلانولو پر وخت پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان غږ وکړ چې نور دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او هغوی ته دې مرستې او پټنځایونه نه ورکوي.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، دوی پاکستان ته په اربونو ډالر ورکړي دي خو پاکستان هم هغو ترهګرو ډلو ته پټېدو ځای ورکړی د کومو پرضد چې امریکا په افغانستان کې جګړه کوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو څانګې مشر حيسن شهيد سهروردي وايي چې دا يوه ښه موقع ده چې د پاکستان او امريکا چارواکو تر مينځ ملاقات وشي او رامخې ته شوې غلط فهمۍ هوارې کړي.

هغه وویل ، داسې نړيوالې غونډې د ملکونو تر مينځ اړيکې ښه کولو کې په سم ډول کرادر لوبوي.

د سيمه یيزو چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې د ملاقاتونو سره سره د پاکستان وزير اعظم ته په جنرل اسمبلۍ کې د پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ په هغې کې د شوو قربانيو او په سيمه کې امن پر ځای کولو لپاره د پاکستان کوششونه مخي ته راوستل پکار دي.

کار پوهان وايي چې په دې غونډه کې د پاکستان ، افغانستان او امريکا چارواکو تر مينځ لېده کاته هم پکار دي ځکه چې درې واړو هېوادونو تر مينځ رامخي ته شوی تاوتريخوالی په خبرو او پر يو بل اعتماد کولو سره حل کېداي شي.

XS
SM
MD
LG