د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د سوځېدلو ناروغانو لپاره طبي مرکز جوړېږي


د پاکستان وفاقي حکومت لخوا د اووه سوه یولسو میلینو په لګښت د پېښورپه حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د سوځېدلي او د ټکان خوړونکیو ناروغانو لپاره د شهید بېنظیر بوټو په نوم یو مرکز د جوړېدو په وروستي پړاو کې دی.

دا سېنټر چې دوه میاشتې پس به خپل کار پیل کړي، په بهر ملکونو کې د پاکستاني ولس د معاملو او د انساني وسایلو لپاره د پرمختیا وزارت د کارکونکیو د خیر ښېګړې فنډ په مرسته جوړېږي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ویاندې عشرت بی بی وویل چې دا به د صوبې لومړنې داسي یو مرکز وي چې پکې به د سوځيدلې ناروغانو درملنه کېږي.

دې وویل چې په دې مرکز کې به د سرکاري هسپتالونو غوندې اسانتیاوې وي.

،، د دې مرکز چې څومره د جوړیدو کار دی نو هاغه ډیر حده پورې پوره شوې دی. د دې سینټر د عملۍ لپاره به هم شل پنځلس ورځو کې کار پیل شي. دا مرکز په شپیته بسترو مشتمل دې. دا به ډیر زر کار شروع کړي ولې چې غونډه صوبه کې یو هم د سوځیدلې او صدمې ناروغانو لپاره مکمل مرکز نه شته،،

په بهر ملکونو کې د پاکستاني ولس د معاملو او د انساني وسایلو لپاره د پرمختیا وزارت د کارکونکو د خیر ښیګړې فنډ یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د پرمختیا څانګۍ یو این ډي پي له اړخه به دې سینټر ته د طب الات ورکړې کیږي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د سوځېدليمریضانو د علاج ماهر پروفیسر ډاکټر محمد طاهر وایې چې دا سینټر به د صوبې ناروغانو لپاره یو لوې سهولت وي او دوي به نورو صوبو ته علاج لپاره نه ځي.

ده وویل چې هر کال د پېښور په سرکاري هسپتالونو کې د لسو زرو نه زیات سوځېدليمریضان داخلیږي چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان وي.

دې وایي، "دې مرکز کې به سوځېدلياو د صدمې ناروغانو ته هر قسمه سهولت وي او بل ځایې ته به موږ ناروغان نه لیږو او هر ناروغه تن ته به د نړیوال معیار درملنه ورکړې کیږي."

د پېښورپه سرکاري هسپتالونو کې د سوځيدلي ناروغانو لپاره برن یونټې شته خو د داکټرانو لخوا وخت په وخت دا غوښتنې مخې ته راغلې چې د ترهګرې ښکار خیبر پښتونخوا لپاره یو برن هسپتال پکار دې چې پکې د نړیوال معیار سهولت موجود وي.

XS
SM
MD
LG