د لاسرسي ځای

پراګ - پاکستاني وزیراعظم ویلي، هېواد د قربانۍ ګډوري جوړېدو او پر خپله خاوره د افغانستان جګړې مخ ته بیولو ته تیار نه دی.

شاهد خاقان عباسي د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان د جګړې د خنډونو لپاره پاکستان ملامتول خواشینوونکی کار دی:

"د ترهګرۍ پر ضد په نړیواله جګړه کې تر قربانیو ورکولو او ځورېدو وروسته، د افغانستان د پوځي یا سیاسي حالاتو او هلته د خنډونو لپاره پاکستان ملامتول یو خواشینوونکی کار دی. موږ د هېچا د قربانۍ ګډوري جوړېدو ته تیار نه یو. د طالبانو پټنځایونه په پاکستان کې نه دي بلکې د افغانستان په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي."

عباسي په ښکاره پر امریکا تور پورې نه کړ خو د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې تګلارې ته په اشاره وویل چې د افغانستان شخړه هېڅوک په پوځي لار نشي هوارولای:

''له پاکستانه زیات، د افغانستان د سولې خواهش هېڅوک نشي لرلای. د افغانستان ۱۶کلنه جګړه ښيي چې هلته سوله، له روانې پوځي لار نشي راتللای. کابل، نړیوال اېتلاف یا طالبان – هېڅوک پر یو بل [د شخړې] پوځي حل نشي تپلای."

پاکستاني وزیراعظم هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هېواد یې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي.

د اګست پر ۲۱مه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ اعلانولو پر وخت پر پاکستان تور پورې کړی وو چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکايي، افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په خپله وینا کې د افغانستان شخړې د هواري په اړه زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې هلته د داعش، القاعدې او پاکستانیو طالبانو پر ضد وجنګېږي او بل دا چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو جدي هڅې وکړي.

کابل یا واشنګټن د نوموړي د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر ده مخکې افغان ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د وسله والو پټنځایونه ختم کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG