د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې د ترهګرۍ پرضد له افغان حکومت سره خبرې وکړي'


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد دې ورسره پر رياستي کچه کار وکړي. نوموړي د سېشنبې ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۲مې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې افغان حکومت يو فرصت لري چې له خپلو ګاونډيانو سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د سختدريځۍ د کوټلو په اړه خبرې اترې وکړي.

((زه پر پاکستان غږ کوم چې زموږ سره په شريکه د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د حکومتونو پر کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي تر څو سوکالۍ ته لاره هواره کړو.))

ولسمشر غني په خپله وينا کې وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ نه ده بلکې يوازې د دې هېواد خاوره کارول کېږي. نوموړي زياته کړه چې پر افغان خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي خو د افغانستان راتلونکی ځکه ارزښت لري چې افغانان د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې دي.

ولسمشر غني زياته کړه چې د افغانستان او سوهېلي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پايښت لرونکي شراکت نوې بڼه اخيستې ده.

نوموړي د يادې ستراتيژۍ ستاينه وکړه او وې ويل چې په دې کې د امریکا د توان ټولې لارې چارې را یوځای شوي او دا پیغام ورکوي چې طالبان جګړه نشې ګټلای. نوموړي پر خپله وينا کې يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کښېږدي.

((طالبان او د دوی ملاتړي نظامي بریا نشي ترلاسه کولای. افغانان یواځې د سیاسي حل له لارې سولې ته رسېدلای شي او زه د هرې کچې پر طالبانو غږ کوم چې په بین الافغاني خبرو اترو کې شامل شي.))

ولسمشر غني د خپلې وینا په پیل کې وویل چې د سپټمبر د یوولسمې تر ترهګرې پیښې ۱۶ کاله وروسته د غیر دولتي عناصرو تشدد د سیاسي تشدد د پنځمې لړۍ بڼه خپله کړې ده.

نوموړي زياته کړه، موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې ایجنډا مخه په ونيسو.

XS
SM
MD
LG