د شورو ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ شوې د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه ښودلې ده.
دغه مزدوران اوس د ښار په پښتون مېشته سيمه(سایټ فرنټېرکالونۍ) په مزدور قبرستان کې ښخ کړل شوي دي او د کراچۍ ښار پښتانه وايي چې دا د پښتنو وړومبۍ هديره ګڼل کېږي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي دي چې افغانستان حکومت دې پر پاکستان د تور لګولو پر ځای خپلو داخلي مسئلو ته توجو ورکړي.
حقاني شبکه د افغان طالبانو برخه ده خو افغان چارواکي وايي چې تر ډېره په خپلواک ډول خپل ترهګريز فعاليتونه کوي. افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې دا ډله په شمالي وزیرستان کې ساتي خو اسلام اباد يې ردوي.
د پاکستان علماکونسل له دارلافتا نه جاري شوې يوه فتوه کې فتوه جاري کړې چې د بې ګناه خلکو د وژونکو اسلام سره هېڅ تعلق نشته او څوک چې هم داسې کوي مقصد يې د نړۍ د بيلا بيلو مذهبونو ترمنځ کرکه پېدا کول دي.
د وزيراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز په کابل کې شوې د ترهګرۍ پېښو کې د پاکستان د ککړتيا تورونه رد کړي او ويلي يې دي هغه خلک دا قسمه تورونه لګوي چې په افغانستان کې امن نه غواړي.
د القاعده او ازبکو جګړه مارو په ګډون د پاکستان يو شمېر وسله والو ډلو په فاټا کې مرکزونه جوړ کړي وو او روزنې يې ترلاسه کولې.
اقبال ظفر جهګړاد پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې حکومت ژمن دی چې فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور کړي.
مظاهرچيانو د حقاني شبکې پرضد، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو، د وسله والو د پټن ځايونو ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.
د خېبر ايجنسۍ پولټيکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې دروازه يې د امنيتي اندېښنو له کبله د لنډې مودې لپاره تړلې وه.
د پاکستان وفاقي حکومت د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره د سېنټ پارلېماني کمېټۍ په سپارښتنو د ګلګت چترال او بيا تر چکدرې د سړک جوړولو په اړه د سړکونو جوړولو قامي ادارې راپور غوښتي دی.
په پاکستان کې د شخصي ټي وي جيو نيوز خبريال اعزاز سيد بېګاه شپه په ټولنيز رسنيو ويلي چې د شپې نامعلومه وسله والو د هغه د تښتولو هڅه کړې خو هغه په تېښته کې بريالی شوی دی.
نور وښیئ