د لاسرسي ځای

پاکستان په کابل کې د چاودنې تورونه رد کړل


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې د سرتاج عزيز له خولې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې دننه او بهر هغو بې بنیاده تورونو ته اندېښمن دی چې له چاودنې لږ ساعت وروستو بې له پلټنو پر پاکستان ولګول شو.

سرتاج عزيز دا څرګندونې د افغان چارواکو د هغو ادعاو په غبرګون کې کړې چې پکې ویل شوي وو چې د مۍ پر يوديرشمه (۳۱) په کابل کې شوی بريد په پاکستان کې پلان شوی و او د حقاني شبکې لخوا تر سره شوی چې مرکزونه یې د پولې دې غاړه دي.

سرتاج عزيز وېلي دي چې د تورونو د پورې کولو دغه تګلاره د هغو کسانو لخوا پیل شوې چې د افغانستان په امن او سولې کې یې ګټه نه شته خو پاکستان په افغانستان کې د ټولو مسلو حل لپاره هر ممکن مرسته کولو ته تيار دی ځکه چې يو پرامنه او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د نوموړي په وينا چې اسلام اباد د کابل چاودنو پاکې او رڼو پلټنو حمایت کوي.

د ذکر ده چې د مې په ۳۱ مه نېټه په کابل کې حمله شوې وه چې پکې شاوخوا نوي (۹۰) کسان چې پکې زياتره ولسي وګړي وو وژل شوي وو د دغې حملې درې ورځې ورستو د جون په دويمه د کابل په شمالي برخه کې په جنازې کې ځانمرګیو بریدونو ۱۹ کسان وژل شوي ول.

خو خبريال او سيمه ييزو چارو کارپوه اقبال خټک وايي چې د دواړو ملکونو ولسونو له پکار دي چې په خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د يو بل پرضد د تورونو پرځايې دې مذاکرات شورو کړي چې د دې مسلو حل راوباسي.

د يادونې ده د چې د تېرې شنبې پر ماسختن د خېبرپښتونخوا د مدني ټولنو فعالانو په کابل کې د شویو بريدونو پرضد مظاهره کړې وه او له پاکستانه يې د افغانستان په اړه د تګلارې بدلولو غوښتنه کړې ده.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG