د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د کابل بريدونو پرضد لاريون شوی


په پېښور کې د کابل برید ضد مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

د خېبرپښتونخوا د مدني ټولنو فعالانو په کابل کې د شویو بريدونو پرضد مظاهره کړې او له پاکستانه يې د افغانستان په اړه د تګلارې بدلولو غوښتنه کړې ده.

د شنبې ماخستن د مدنې تولنې يو شمېر فعالان د پېښور پريس کلب مخې ته راغونډ شوي وو او په لاسونو کې يې لوحې نيولې وې.

دوی د حقاني شبکې پرضد ، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو بدلولو ، د وسله والو پټن ځايونو د ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.

د لاريون يوې ګډون والې ثنا اعجاز مشال راډیو ته وويل چې په افغانستان کې د لګېدلي اور لمبې پاکستان ته هم ورسېدای شي نو د مخنيوي لپاره پکار ده پاکستان د افغانستان په اړه خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي.

د خېبر پښتونخوا د مدني ټولنې فعالانو د حقاني شبکې پرضد ، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو بدلولو ، د وسله والو د پټن ځايونو د ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.

خو په لاريون کې شامل د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود وويل چې دا تمعنه شي کېدای چې يو هېواد به ګواکې خپله تګلاره بدله کړيدا ځکه چې هغه هېواد په هم دغه تګلاره په سياسي توګه ځان ژوندۍ ساتي.

نوموړي وويل، پکار ده ، د لر او بر کې مشران يو موټي شي.

دده په وينا، پښتانه داوخت د مرګ پر پوله ولاړ دي او بايد نور له مرګه و نه يرېږي او خپل ږغ پورته کړي.

په مظاهره کې د پېښور ارمي پلبک سکول د وژل شويو ماشومانو په ياد کې د هغوي د مېندو او پلرونو له خوا د جوړ شوي سازمانشهدا فاونډېشن يو مشر فضل خان اېډوکېټ هم ګډون وکړ.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې په کابل يا د نړۍ په هر ګوټ کې د شوې ترهګرۍ غندنه کوي او د قربانيانو د کورنيو درد محسوسولای شي.

په کابل کې د مې په ۳۱ مه نېټه حمله شوې وه چې پکې شاوخوا ۹۰کسان چې پکې زياتره ولسي وګړي وو وژل شوي وو او د شنبې په ماسپښنهم د کابل په شمالي برخه کې په جنازې کې شوې چاودنو کې ۱۹ کسان وژل شوي وو.

پښتانه داوخت د مرګ پر پوله ولاړ دي او بايد نور له مرګه و نه يرېږي او خپل ږغ پورته کړي. ډاکټر سيد عالم مسود

که څه هم د مې د ۳۱ مې نېټې د حملې پړه چا په غاړه نه وه اخيستې خو افغان حکومت يې تور پر حقانې وسله والې شبکې اچولی وو او ويلي وو چې شبکې دا بريد د پاکستان په مرسته کړی وو.

خو پاکستان د کابل دا تور رد کړ او وې وپل چې دغسې تورونه په افغانستان کې سولې راوستو عمل ته تاوان رسوي.

د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفیس زکريا وويل چې افغانستان بايد د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر هڅو شک ونکړي.

نفيس زکريا دا تور لګولی وو چې هغه (کړۍ)چې د افغانستان په سوله او ثبات کې علاقه نه لري، د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان رسول غواړي.

XS
SM
MD
LG