د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان یو باثباته افغانستان غواړي'


د شورو ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ شوې د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان له وزیراعظم هاوسه جاری شوې خبر پاڼې ترمخه چې د غونډې ګډونوالو د کابل لخوا پر اسلام اباد د کابل برید تورونه هم په سختو ټکیو رد کړي دي او ویلي دي چې پاکستان نه یواځې پرامنه او باثباته افغانستان حامي دي بلکې د دې مقصد لپاره یې په سیمه ییز او نړیواله کچه هلې ځلې هم کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرې کې دا غونډه په داسي کې حال کې شوې چې د کابل لخوا پر اسلام اباد د وسله والو د ملاتړ تور یو وارې بیا لګول شوي دي.

د وزیراعظم هاوس لخوا جاري شوې خبر پاڼه زیاتوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارولو باوجود اسلام اباد غیر معمولي زغم ښودلی دی.

د پاکستان قامي سلامتیا غونډې ویلي چې پاکستان د راتلونکې خطراتو مخنیوي لپاره تیار دی خو له دې سره سره داخلي، سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره هم پرعزمه دی.

بلخوا د راپورونو ترمخه چې د قامی سلامتیا په دې غونډه کې ملکي سلامتیا، د پولو امنیتي صورتحال او د سیمه ییزو حالاتو علاوه د منځني ختیځ د صورتحال جاج هم واخېستل شو.

په دې غونډه کې سباله د قزاقستان په سر ښار استانه کې کېدونکې د شنګهای همکارۍ سازمان غونډې په اړه شوې تیاریانو ته هم حتمي شکل ورکړل شو.

په دې غونډې کې د پاکستان د دفاع، داخله، خزانې وفاقي وزیرانو، د وزیراعظم د خارجه امورو او قامي سلامتیا مشیرانو، سیکټری خارجه، د درې واړو پوځونو مشرانو او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر پشمول لوړپوړیو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG