پاکستان خارجه دفتر په خپله خبرپاڼه کې وايي چې وزيراعظم نواز شريف او اولسمشر اشرف غني ترمېنځه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوي ملاقات پرمهال د وسله والو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید لپاره د يو نظام په جوړولو اتفاق شوی دی.