د پاکستان او افغانستان پولو ته څېرمه د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش خراسان په نامه وسله وال فعاليت لري. دوی وخت په وخت په پاکستان او افغانستان کې د ځينو بريدونو زمه واري هم مني خو پاکستان په رسمي ډول دا نه ده منلې چې داعش ډله دې په پاکستان کې موجوده وي.