د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بې ګناه خلکو وژونکي له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري'


د پاکستان علماکونسل له دارلافتا نه جاري شوې يوه فتوه کې فتوه جاري کړې چې د بې ګناه خلکو د وژونکو اسلام سره هېڅ تعلق نشته او څوک چې هم داسې کوي مقصد يې د نړۍ د بيلا بيلو مذهبونو ترمنځ کرکه پېدا کول دي.

د کونسل له خوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې دوي د لندن، کابل او سعودي عرب بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې دا داعش په رنګ وسله والو تنظيمونه اسلام بدناموي.

د پاکستان علماکونسل مشر مولانا طاهر اشرفي د ګل په ورځ مشال رېډيو ته د دغه فتوې په اړه وويل چې د دوي په دارالافتا کې د هر فکر ديني عالمان موجود دي او دوي له وړاندې هم د وسله والې ډلې داعش پرضد تفصيلي فتوه جاري کړې ده.

"لکه څنګه چې په دې تېرو درې ورځو کې په درې هېوادونو کې چاودنې وشوې نو داسې يو تاثر راولاړ شوی وو او په خصوصي توګه د لندن د بريد وروستو چې ګنې دا هر څه مسلمانان کوي. مونږ يوه هڅه وکړه چې عام ولس او د نورو مذهبونو منونکو ته دا پېغام ورسول شي چې بې ګناه انسان وژونکی د اسلام خو څه چې د هېڅ يو دين استازی نه شي کېدلی."

د طاهر اشرفي په وينا چې د دې فتوې جاري کولو يو مقصد دا هم وو چې د څلورو اسماني مذهبونو منونکو سره سره د نړۍ هر تن دا پېغام ورسوي چې اسلام د ترهه ګرۍ يا بې ګناه وژنو سره هېڅ تعلق نه لري.

د مې پر ۲۷مه نېټه هم د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د یو سیمینار پر مهال دیني عالمانو ځانمرګي حملو، وسله وال مخالفت او د زور په کارولو سره د اسلامي شریعت نافذولو پرضد فتوه ورکړې وه په کوم چې د جمعيت علما اسلام (س) د مشر سميع الحق له خوا نيوکې شوې وې.

خو د پاکستان علماکونسل مشر وايي چې د پاکستان ټول عالمان پر دې متفق دي چې له پاکستانه دې ترهه ګري او سختدريځي ختم کړل شي.

"مولانا سميع الحق صېب خو يو څيز په ګوته کړی خو په پاکستان کې د هېڅ يو چا دې کې اختلاف نشته چې د هېواد نه دې سختدريځي او ترهه ګري ختمه نه شي او نه دلته د چا د دغه وسله وال تنظيمونو سره څه اړيکې شته، دا فتوه د پاکستان علماکونسل دارالافتا جاري کړې ده او له دې وړاندې چې کومه فتوه جاري شوې وه په هغې کې هم زمونږ د کونسل غړې موجود وو. دلته هېڅ اختلاف نشته بلکې چې څوک هم ښه کار کوي د هغې به مرسته کوو."

پاکستان علماکونسل پر رسنيو هم زور راوړی چې د هر مذهب ځوانان له سختدريځۍ او ترهه ګرۍ بچ کولو کې خپل کردار ولوبوي.

کونسل دا اعلان هم کړی چې د روژې د مياشت نه وروستو به يو نړيوال کنفرانس راغواړي چې پکې به د مسلمان عالمانو ترڅنګ د نورو مذهبونو مشران او پوهان هم راغواړي.

XS
SM
MD
LG