د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوندونو تر اندېښنو ختمولو وروسته به فاټا اصلاحات منظور کړو: اقبال جهګړا


د خېبرپښتوخوا ګورنر وايي، د فاټا اصلاحاتو منظوري ځکه د ځنډ ښکار ده چې حکومت غواړي د ټولو ګوندونو اندېښنې ختمې کړي.

اقبال ظفر جهګړاد پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې حکومت ژمن دی چې فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور کړي او هڅه کوي چې د ټولو ګوندونو اندېښنې لرې کړي.

د قبايلي سيمو د انتظامي او اييني حېثېت بدلون په اړه وزيراعظم نوازشريف د سرتاج عزيز په مشرۍ کې يوه پنځه کسېزه کمېټۍ جوړه کړې وه چې هغوي خپل رپورټ تر بشپړېدو وروسته وزيراعظم ته وړاندې کړ.

په رپورټ کې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي ار پر ځای د رواج قانون راوړلو ترڅنګ يو شمېر نور وړانديزونه کړي وو.

حکومت ژمن دی چې د فاټا اوسنۍ حېثيت بدل کړي. اقبال ظفر جهګړا

جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند رپورټ رد کړی اوپه دې اړه په فاټا کې د ټولپوښتنې غوښتنه کوي.

وفاقي کابينې رپورټ منظور کړی او ژمنه يې کړې چې له قامي اسمبلۍ به يې منظوروي خو يې لا هم دا ژمنه پوره کړې نه ده.

خو اقبال ظفر جهګړا وايي، حکومت ژمن دی چې د فاټا اوسنۍ حېثيت بدل کړي.

د پاکستان په پارلمان کې زياتره ګوندونه او د فاټا استازي پر حکومت فشار اچوي چې د کمېټۍ رپورټ دې ژر تر ژره منظور او عملي کړي.

که اصلاحاتي رپورټ منظور او عملي نه شو نو زيات سياسي تاوان به يې حکومت ته ورسېږي. ساجد توري

له کورمې د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسين توري مشال راډیو ته ويلي، مرکزي حکومت رپورټ تيار کړی خو اوس يې د خپل رپورټ په اړه سياست شروع کړی.

دده په خبره، که اصلاحاتي رپورټ منظور او عملي نه شو نو زيات سياسي تاوان به يې حکومت ته ورسېږي.

خو د پاکستان د سرحدونو او قبايلي سيمو وزير او د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ غړي جنرال عبدالقادر بلوڅ مشال راډیو ته د پنجشنبې په ورځ وويل چې پر بجټ تر بحث وروسته به رپورټ وړاندې کېږي او هيڅوک به يې مخه و نه نيولای شي.

په قامي اسمبلۍ کې د خېبر ايجنسۍ استازي حاجي شاه جي ګل اپريدي مشال راډیو ته ويلي چې ټول اپوزيشن د اصلاحاتو ملاتړ کوي نو له حکومت سره ددې د وړاندې کولو او منظورولو پرته بله لاره نشته.

XS
SM
MD
LG