د لاسرسي ځای

په وينو سره شول سړکونه

لګي مزدور په ګوليو, وشو ظلمونه

په منګوپير کې پوليسانو ظلم زور وکړو

ډزې يې وکړې ظالمانو کار د چور وکړو

بې انتها ظلم ممتاز علي مخ تور وکړو

ظالمانو غوږينانو داسې شور کړو

لکه چې پرېوځي تندرونه

لکه چې پرېوځي په چا، ټول اسمانونه

د بزدلانو ګولۍ لګي خواتين باندې

د چا کولمې دي راوتلې په سنګين باندې

د چا کوپړۍ ده الوتلې په غوږين باندې

دا به روا وه د پوليس والو په دين باندې

دوی به زامن د يزيد وو نه

د يزيديانو زړه کې نه وي رحمونه

دا شعرونه د هغه نظم برخه ده چې په کراچۍ کې مېشت مشر شاعر صابراحمد صابر د اووم او اتم جون ۱۹۷۲م د هغې پېښې په ترڅ کې ليکلي وو چې تر لسو زيات مزدوران د خپل حق لپاره په سرکونو د مظاهرې کولو مهال وژل شوي ول.

دغه مزدوران اوس د ښار په پښتون مېشته سيمه(سایټ فرنټېرکالونۍ) په مزدور هدیره (قبرستان) کې ښخ کړل شوي دي او د کراچۍ ښار پښتانه وايي چې دا د پښتنو وړومبۍ هديره ګڼل کېږي.

صابر احمد صابر چې نه يوازې د کراچۍ مزدورانو غورځنګ برخه پاته شوی بلکې د اووم او اتم جون ۱۹۷۲م کال په جلوس کې هم موجود وو، وايي چې په فېروز سلطان ټېکسټايل مل کې مزدورانو په دې خبره احتجاج کاوه چې د تنخا لپاره دې يوه نېټه وټاکل شي او هم په دې بنياد جګړه وشوه چې پکې د سوات محمد شعيب ووژل شو.

تر هغه وروستو مزدورانو د هغه مړی اوچت کړو او په سړک يې د احتجاج په توګه کېښودو او اعلان يې وکړ چې دوی به دا مړی د ګورنر او د اعلا وزير تر کوره وړي.

پر هم دغو احتجاجیانو د حکومتي چارواکیو په امر د هغه وخت د پوليسو خصوصي ځواک "فېډرل سېکيورټي فورس" ډزې وکړې چې پکې تر لسو زيات مزدوران وژل شوي ول.

صابراحمد صابر به هغه وخت د مزدورانو د غورځنګ په احتجاجونو او دستورو کې شعرونه ويل خو نوموړی ګڼي چې د دې پېښې وروسته دغه غورځنګ کمزوری شو چې لويه وجه يې حکومتي فشار او د غورځنګ د ځينو مشرانو کمزورۍ وې.

«په هغه غورځنګ کې شاوخوا ۹۰ زره مزدوران شامل ول او دوی چې به کله هم غوښتل نو کارخانې به يې بندولې شوې خو دې پېښې او ورسره حکومتي فشار دغه اتفاق او دا تحريک ختم کړو.»

صابراحمد صابر وايي چې د کراچۍ پښتون مېشته سيمې که نن د اوبو يا نورو کومو اسانتیاوې راغلي، دا هر څه د یادې پېښې له وجې ممکن شول ځکه چې په دغه وخت کې مرکزي حکومت له خېبر پښتونخوا (د هغه وخت صوبه سرحد) حيات محمد خان شېرپاو راوغوښتو او هغه د پښتنو له مشرانو سره ليده کاته وکړل.

په هغه وخت کې د پښتنو په سيمو کې تر ټولو لويه ستونزه د اوبو وه او حيات شېرپاو ته هم د دې خبرې احساس تر راتلو وروسته وشو نو ځکه يې د پښتنو سيمو ته قانوني شکل، اوبه او نورې يو شمېر اسانتياوې راوړې.

په کراچۍ کې مېشت ليکوال او په عدالت کې د مزدورانو وکيل منان باچا د دې پېښې په اړه وايي چې د جون پر اوومه نېټه د وژل شوي مزدور شعېب خان مړی د فرنټیېرکالونۍ بړمېدان ته راوړل شو او هلته د مزدورانو د غورځنګ مشران او کارکوونکو اعلان وکړو چې دوی به د جون پر اتمه نېټه احتجاج کوي.

« په اتمه نېټه چې کله دا جلوس له فرنټبېرکالونۍ نه بنارس چوک ته ورسېدو نو د هغه وخت ډیپتي کمېشنر ‘کنور ادريس‘ په خپله ولاړ وو او د هغه په موجودګۍ کې پر جلوس ډزې وشوې. دغه ګولۍ يواځې په مزدورانو نه وې ورغلې بلکې نزدې کورونو ته هم نېغ په نېغه لاړلې چې له وجې يې زنانه او ماشومان هم ژوبل شوي وو. »

​د منان باچا په وينا چې له دې وروسته تر ۴۰ ورځو د کراچۍ مزدورانو کارخانې بندې ساتلې وې خو نوموړی ګيله کوي چې په هغو ورځو کې کومو سياسي مشرانو د مزدورانو پوښتنه نه وه کړې بې له يو تن افضل بنګش نه چې هغه هم ډېرې ورځې وروسته راغلی وو.

د هغه وخت د مزدور تحريک مشران او غړي اوس هم دا ګيله کوي چې د دومره قربانۍ باوجود هم هېڅ يو تن د وژل شویو يا ژوبلو کسانو او د هغوی د خپلو خپلوانو پوښتنه يا کومه مرسته ونه کړه خو د دغه مزدورانو وينې دا ګټه ضرور ورکړه چې پښتون مېشتې سيمې په نقشه کې ومنل شوې او يو قانوني شکل او نورې اسانتياوې ورته هم ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG