د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، پاکستان او د حقاني شبکې قوت


جلال الدين حقاني او زوی یې سراج الدين حقاني
جلال الدين حقاني او زوی یې سراج الدين حقاني

حقاني شبکه د افغان طالبانو برخه ده خو افغان چارواکي وايي چې تر ډېره په خپلواک ډول خپل ترهګريز فعاليتونه کوي. افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې دا ډله په شمالي وزیرستان کې ساتي خو اسلام اباد يې ردوي.

امريکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري د جون په څلورمه نېټه، واشنګټن ټايم ورځپاڼې ته ويلي چې حقاني شبکه افغانستان ته کډه شوې ده. د افغانستان استخباراتو ادارې تېره ورځ وويل چې کابل کې د می ۳۱ بريد چې ۹۰ کسان يې ووژل حقاني شبکې د پاکستان جاسوسي ادارې په مرسته پلان کړی وو. پاکستان دا تور رد کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې حقاني شبکه دې په لويه بريدونو تورنيږي. دا ډله ولې دومره قوي ده؟ څيړونکی رحيم الله يوسفزی په دې اړه وايي: ((د دې ډلې مشر جلال الدين حقاني د روسانو سره د جهاد له وختونو پاکستاني استخباراتو سره ښې اړيکې لري. تجربه کار جنګيالي او ډېرې پيسې ورسره دي. د بېلابېلو نورو ډلو سره ښه تعلقات پالي.))

د حقاني شبکې قوت په دې کې دی چې ډېرې پیسې، پراخه اړيکې او تجربه کاره جګړه مار لري

د دې ډلې بنسټګر، جلال الدين حقاني په ۱۹۳۹ کې د افغانستان پکتيا ولايت کې زيږيدلی دی. هغه د روسانو سره د جهاد په وخت کې په حزب اسلامي (خالص) ډله کې وو چې په ۱۹۹۵ کې افغانستان ته د طالبانو ننوتلو سره د هغوی ملګری شو. د نوموړي د لاس لاندې وسله وال حقاني شبکه بلل کيږي چې اوسمهال يې مشري د هغه زوی، سراج الدين حقاني کوي. دی د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوند مرستيال هم دی.

په کابل کې د شحړو د حل او سولې مطالعاتو د مرکزي مشر څيړونکی، حليم الله کوثري وايي حقاني شبکه فعاليت په خپلواک ډول کوي خو هدفونه يې جلا نه دي.

امريکا افغانستان کې د ترهګرو بريدونو او القاعده وسله والې ډلې سره د اړيکو له امله ټوله حقاني شبکه يا نيټ ورک د ترهګرو په لیسټ کې اچولي چې پر مشرانو يې سفري او مالي بنديزونه لګول شوي دي.

انس حقاني چې په بدل نوم يې سفر کاوه، افغان ځواکونو ونيو
انس حقاني چې په بدل نوم يې سفر کاوه، افغان ځواکونو ونيو

يو افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې ياده شبکه تر پنځو زرو پورې وسله وال لري.​ د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت په دي ليسټ کې لاندې کسان شامل دي.

  • جلال الدين حقاني: د حقاني شبکې بنياد ايښودونکی او پخوانی جهادي قوماندان دی. هغه دوه ميرمنې لري. يو يې افغانه او بله د متحده عرب اماراتو ده چې د څېړونکو په وينا د عرب هيوادونو سره د پيسو برابرولو کې د هغه اړيکې مضبوطې ساتي.
  • سراج الدين حقاني: دی د جلال الدين حقاني زوی او اوس مهال د يادې ډلې مشر دی چې امريکا يې پر سر پنځه ميليونه ډالر انعام اعلان کړی دی.
  • نصيرالدين حقاني: د جلال الدين حقاني بل زوی دی چې د يادې ډلې د مالي چارو مسول وو. هغه په ۲۰۱۳ کال کې اسلام اباد کې په ډزو ووژل شو.
  • خليل الرحمن حقاني: د جلال الدين حقاني ورور دی. هغه د مالي او نظامي چارو مسول دی.
  • بدرالدين حقاني: د جلال الدين حقاني بل زوی وو چې په ۲۰۱۲ کال کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.
  • عبدالعزيز حقاني: د خپل ورور بدرالدين حقاني پر ځای ټاکل شوی قوماندان دی.
  • انس حقاني: د جلال الدين حقاني زوی او د پيسو برابروونکی دی چې په ۲۰۱۴ کال کې افغان استخباراتو ونيو.
  • فضل ربي: له عرب هيوادونو د پيسو د پيدا کولو مسول دی.
  • احمدجان وزير: هغه د القاعده سره د اړيکو او د طالبانو په کويټه شورا کې د حقاني ډلې استازی دی.
  • ملا سنګين ځدراڼ: د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو والي او مهم قوماندان وو چې په ۲۰۱۳ کال کې د امريکايانو په ډرون بريد کې ووژل شو.
  • حاجي ملي خان: د حقاني ډلې دا مهم قوماندان په ۲۰۱۱ کال کې امريکايي ځواکونو په خوست کې ونيو.
  • بخت ګل: د حقاني شبکې د عامه اړيکو يو مسول دی چې وسله والو قوماندانانو ته د پيسو د ويشلو دنده هم لري.
  • قاري ذاکر: ذاکر د حقاني ډلې د ځانمرګو بريد کوونو د روزنې او افغانستان ته د ليږلو چارې پر غاړه لري.
  • سعيدالله جان: د افغانستان په شمال کې د دې شبکې قوماندان دی.
  • یحيا حقاني: د حقاني ډلې لوژستيکي مسول دی.
  • محمد عمر ځدراڼ: ځدراڼ طالبانو سره د ترهګرو بريدونو د هم آهنګۍ مسول دی.

XS
SM
MD
LG