د القاعده او ازبکو جګړه مارو په ګډون د پاکستان يو شمېر وسله والو ډلو په فاټا کې مرکزونه جوړ کړي وو او روزنې يې ترلاسه کولې.
اقبال ظفر جهګړاد پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې حکومت ژمن دی چې فاټا اصلاحاتي رپورټ منظور کړي.
مظاهرچيانو د حقاني شبکې پرضد، د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارو، د وسله والو د پټن ځايونو ختمولو په اړه شعارونه ورکړل.
د خېبر ايجنسۍ پولټيکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې دروازه يې د امنيتي اندېښنو له کبله د لنډې مودې لپاره تړلې وه.
د پاکستان وفاقي حکومت د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره د سېنټ پارلېماني کمېټۍ په سپارښتنو د ګلګت چترال او بيا تر چکدرې د سړک جوړولو په اړه د سړکونو جوړولو قامي ادارې راپور غوښتي دی.
په پاکستان کې د شخصي ټي وي جيو نيوز خبريال اعزاز سيد بېګاه شپه په ټولنيز رسنيو ويلي چې د شپې نامعلومه وسله والو د هغه د تښتولو هڅه کړې خو هغه په تېښته کې بريالی شوی دی.
د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج د زيارت په ورځ د سېنټ غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هېواد به يې د چا پرضد استعمال نه شي.
کابل د اسلام اباد هغه ادعا ردوي چې وايي د افغانستان حکومت د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي.
د پاکستان د ولسمشر ممنون حسېن لخوا د دې هېواد د پارلیمان ګډې غونډې ته د وینا پر وخت د حکومت مخالفه ډلو ترڅنګ د فاټا ځينو پارلیماني غړیوهم احتجاج وکړ. قبايلي استازيو غوښتنه کوله چې فاټا اصلاحات دې ژر تر ژره عملي کړل شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې افغانستان بايد د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر هڅو شک ونکړي.
د پاکستان خارجه وزارت د افغان حکومت لخوا لګول شوې د کابل د برید تور رد کړی او دا یي بې بنیاده ګرځولی دی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړې ځکه چې په افغانستان کې امن راتللو بغېر په سيمه کې امن نه شي راتللی.
نور وښیئ