د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو چارواکو د تورخم دروازه بېرته پرانستله


فايل فوټو
فايل فوټو

پاکستاني چاواکي وايي، د تورخم دروازه يې د يکشنبې په ورځ تر لنډې مودې پورې تر تړلو وروسته بېرته پرانستې ده.

د خېبر ايجنسۍ پولټيکل تحصيلدار شمس الاسلام مشال راډیو وويل چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لورې د لټون عملياتو تر بشپړېدو وروسته يې تورخم لاره بېرته خلاصه کړه.

د خېبر ايجنسۍ پولټيکل چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دروازه يې د امنيتي اندېښنو له کبله د لنډې مودې لپاره تړلې ده.

د دوی په وينا، دا ګام يې په سيمه کې د مشکوکو کسانو د شتون په اړه د ورکړل شويو استخباراتي مالوماتو پر اساس اخیستی دی.

چارواکي زياتوي چې امنيتي ځواکونو د تورخم په باچا مېنه سيمه کې د لټون عمليات هم پیل کړي دي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان د تورخم دروازه تړلې ده.

تردې وړاندې هم د چمن او تورخم دروازه په وار وار تړل شوي چې له کبله دواړو غاړو اوسېدونکيو ترڅنګ سوداګر اغېزمن شوي دي.

تر دې له مخه د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته پاکستان د چمن دروازه تر ۲۳ ورځو پورې بنده ساتلې وه چې د مې پر ۲۷ مه نېته يې بېرته پرانستله.

په دواړو لارو هرورځ په زرګونه کسان اوړي را اوړي او ددې ترڅنګ دا دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت تر ټولو مهمې لارې دي.

XS
SM
MD
LG