په پاکستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د روژي او اخترونومياشت ليدو پر سر د ناندریو له لاسه په عمومي توګه په خيبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او د ملک په ځېنو نورو برخو کې د سرکاري رويت هلال کمېټۍ د اعلان بر-خلاف روژه او اختر په يو ورځ نه لمانځل کېږي.
پراګ: افغانستان د دوشنبې په ورځ د هوا له لارې له هند سره د سوداګرۍ پیل وکړ او په افغان توکیو بار لومړۍ الوتکه له کابله هند ته ولاړه. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې په وچو مېوو بار بله الوتکه له کندهاره هند ته پرواز وکړي.
د پاکستان سېنېټ د دفاعي چارو کمېټۍ یوه اړونده کمېټه ګمارلې چې د بلوچستان په کوټه سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک له لوري د ځايي خلکو د ځمکې قبضه کولو پلټنې وکړي.
د پاکستان نيمه - پوځي ځواک «رېنجرز» له پوليسو سره ګډه د ګل په ورځ د کراچۍ په مرکزي جېل کې عمليات کړي چې پکې موبايل، د موبايل سيمونه، يو اېس بي، ټي ويګانې او فريجونه په لویه شمېره کې ترلاسه شوي دي.
د بلوچستان په ساحلي ښارګوټي جیوني کې پر موټر سایکلونو سپرو وسله والو په یوه برید کې د پاکستان سمندري پوځ دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د پاکستان موسمیاتو محکمې په وینا چې د ملک په مختلفو برخو کې تر پشکال وړاندې د بارانونو لړۍ د ګل له ورځې پیلېږي.
د پاکستان هندو کونسل له سپریم کورټه اپيل کړي چې تر تښتولو ورستو دې په زوره د هندو نجونو مذهب بدلول او بیا ورسره د واده کولو په اړه ازخود نوټس واخلي.
پاکستانیان د خپل کرکټ ټیم بریا لمانځي چې د اتوار په ورځ یې د بریتانیا په اوول لوبغالي کې د نړيوال کرکټ کونسل چېمپېنز ټرافۍ په پایلوبه کې هندۍ لوبډلې ته په ۱۸۰منډو ماتې ورکړه.
باکستان هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۷ م کال « ايی سي سي چمینز ټرافي » په خپل نوم کړه. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د اکثرو سیاسي ګوندونو مشرانو د کرکټ لوبډلې ته په دې بریا مبارکي ویلي ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، په دې اړه يې افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې د دوی د مامورینو د موندلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
که څه هم د خرلاڅو لاره پرانستل شوې خو له کورمې خوست او پکتيا ته تلونکې لارې لا هم تړلې پرتې دي.
د پاکستان د خزانې وفاقي وزير سېنټر اسحاق ډار د افغانستان له پولې سره په تورخم او چمن كې د كمپلېكس جوړولو پر كار د اطمينان څرګندونه کړې او ويلي یې دي چې اړوند محکمې دې منصوبه پر وخت پای ته ورسوي چې ورسره سيمه ييز تجارت وده وکړي.
نور وښیئ