د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د يو خبريال د تښتولو هڅه ناکامه شوې ده


په پاکستان کې د شخصي ټي وي جيو نيوز خبريال اعزاز سيد بېګاه شپه په ټولنيز رسنيو ويلي چې د شپې نامعلومه وسله والو د هغه د تښتولو هڅه کړې خو هغه په تېښته کې بريالی شوی دی.

د اعزازسيد په وينا چې هغه د پېښې رپورټ په تاڼه کې ليکلی خو د دې وړاندې ورته کومه دړکه نه وه ورکړل شوې نو ځکه نه شي ويلی چې د دې پېښې پر شا څوک دي.

اعزاز سيد شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې هغه د شپې شاوخوا نهه نيمې بجې له دفتره راووت او کور ته روان وو چې په يو موټر او موټر سائيکل سپاره کسان يې موټر ته رانزدې شول او دننه د راتللو هڅه يې وکړه خو د ګاډي ښيښې يې بندې وې، هغه ژر په تنګه لار کې ګاډی وزغلول او په تېښته کې بريالی شو.

هغه زیاتوي ، ما ته کومه دړکه نه وه راکړل شوې خو لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په ۲۰۱۰م کال کې زما په کور ډزې شوې وې او يو وار زما په کور کې د ګاډي ښيښې ماتې کړې شوې وې خو اوس اووه کاله وشو چې د هېڅ اړخ نه راته دړکه نه ده راغلې.

اعزازسيد وايي چې د پېښې وروسته سم دلاسه تاڼې ته لاړو ، رپورټ يې ليکلی او له پوليسو مطمين دی چې هغوي خپله کاروايي پیل کړې ده.

د دې پېښې پر ضد د اسلام اباد خبريالانو د مظاهرو اعلان کړی دی.

د پاکستان ترڅنګ بهر مېشت خبريالانو دا پېښه غندلې او د ټولنيزو اړيکو پر وېبپاڼو يې له اعزاز سيد سره د يووالي څرګندونه کړې ده.

له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت سينېير خبريال مطيع الله جان وويل چې دلته مېشت خبريالانو ته خو کېدی شي چې د ځان ساتنې روزنه ورکړل شوي وي خو هغه سيمې چرته چې د وسله والو پرضد جنګ روان دی، هلته کارکوونکو خبريالانو ته هغه روزنه نه ورکول کېږي چې هغوي خپل ځان له داسي پېښو وساتي.

د دړکو زياتېدو لويه وجه مطيع الله جان د ټيلي ويژن ميډيا زياتېدل ګڼي او وايي چې د دې پر شا ډېر عوامل کېدی شي خو کله چې د داسې کومې پېښې لپاره کميټي يا کمېشن جوړ هم شي نو له بده مرغه د هغې کومه نتيجه نه راووځي چې له کبله يې دا دړکې او پېښې نورې هم زياتېدی شي.

هغه زیاته کړه ، له بده مرغه چې کوم عدالتي کمېشنونه هم جوړول کېږي لکه چې يوه بېلګه يې حامد ميرکمېشن زموږ پر وړاندې دی،که د سپريم کورټ ججان صاحبان هم د هغې برخه وي خو هغه راپور د دي قابل نه ګڼل کېږي چې خپور کړل شي. د دې نه وړاندې هم لکه چې زموږ د خبريال ملګرو لکه حيات الله خان يا نورو سره څه شوي، د هغه کمېشنونو راپورونه هم مخې ته نه دي راوړل شوي. داسې ډېرې خبرې دي خو د حکومت لويه ذمه واري ده او تر څو چې حکومت او حکومتي ادارې خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي تر هغې به خبريالانو ته راپېښې خطرې کمېږي نه بلکې نورې به هم زياتېږي.

مطيع الله جان وايي چې حکومت د خبريالانو د خوندي کېدو لپاره د يو قانون جوړولو اعلان هم کړی دی خو په هغه قانون کې که وکتل شي نو د خېرښېګړې، وژل شوو خبريالانو د کورنيو سره مرستې او داسې نور جزيات شته خو داسې کوم وړانديز پکې نه ښکاري چې ادارې پر دې مجبوره کړي چې خپلو خبريالانو ته د ځان ساتنې او ژغورنې تربيه ورکړي.

د ذکر ده چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د يوې لويې مودې راهیسې له خبريالانو سره دا رنګه پېښې مخې ته نه وې راغلې خو د اعزاز سيد له پېښې وروسته د خبريالانو سازمانونو دا غوښتنه کړې چې حکومت دې د دوی د تحفظ لپاره ګامونه پورته کړي.

بل اړخ ته د غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک د يو راپور ترمخه په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې درې نوې (۹۳)خبريالان او د مطبوعاتي ادارو کارکوونکي وژل شوي دي چې پکې د ۲۰۱۷م کال په وړومبۍ څلورو (۴) مياشتو کې درې (۳) په ۲۰۱۶ م او ۲۰۱۵ م کلونو کې څلور (۴) څلور (۴) او په ۲۰۱۴ م کال کې نهه (۹) خبريالان وژلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG