د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد د کابل برید تور رد کړ


د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا

د پاکستان خارجه وزارت د افغان حکومت لخوا لګول شوې د کابل د برید تور رد کړی او دا یي بې بنیاده ګرځولی دی.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا وینا وه چې د افغانستان امن و ثبات لپاره د پاکستان په کوششونه شک نه دې پکار ، پاکستان د ټولو زیات د افغانستان د اولس مخلصه ملګرې دې.

ده خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هاغه ځیني عناصر چې د افغانستان سولې او ثبات کې دلچسپي نه لري، د دواړو ملکونو اړیکو ته تاوان رسول غواړي.

،، موږ د افغانستان لخوا لګول شوې بې بنیاده تورونه ردوو. د سولې کوششونو لپاره د تورونو د لګولو دا روش ګټور نه دې. پاکستان خپله د ترهګرې نه متاثره شوې دې او د ترهګرې پرضد جنګ کې موږ بې مثاله قربانۍ ورکړې دي. پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د ټولو زیاته برخه لري او زما په خیال چې کله په افغانستان کې څه پېښه وشي نو بل یو ملک هم د پاکستان غوندې ترې نه متاثریږی،،

په خپل بریفنګ کې ده د افغانستان صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو او د امریکې د ځیني جرنیلانو د رپوټونو حواله هم ورکړه چې په دغه رپوټونو کې د افغانستان د داخلي مسلو ذکر شوې دې.

ده وویل باید چې افغانستان په دغو داخلي مسلو توجو ورکړې ولې چې پر نورو د خپلو ناکامیانو تور لګولو نه مسلې نه هواریږي.

تیره ورځ په کابل کې شوی د خونړي برید تور افغانستان پر حقاني شبکې لګولې وو او ویلي وو چې د حقاني شبکې مرسته د پاکستان او استخباراتي ادارې يي کوي.

له دې وړاندې هم افغانستان پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو تورونه لګولې وو خو پاکستان دا تورونه رد کړې دي.

دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال هارون رشید وایي دا د دې سیمې بدمرغي ده چې د تورونو سلسله روانه وي.

د ده په وینا اصل مسله دا ده چې نه خو پاکستان او نه افغانستان لخوا د ترهګرې مخنیوي لپاره څه کوشش کیږي چې څنګه به له دې مسلې ځان روباسو.

،، د دواړو ملکونو ترمېنځه په یو وړاندیز خبرې اترې روانې دي او هاغه دا چې که دواړه ملکونه په خپلو سیمو کې د وسله والو پرضد مشترکه کاروایانې شروع کړي او یو دریم ملک يي نګراني وکړي او که په دې وړاندیز عمل وشي نو هیله ده چې حالاتو کې به ښه والې راشي،،

هارون رشید خپلو خبرو کې زیاته کړه که اوس هم د دواړو ملکونو حکومتونه خپلو کې نه کیني نو د سیمې حالات نور هم خرابیدې شي.

XS
SM
MD
LG