د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ايران ضد نه دی: سرتاج زيز


پاکستان ويلي، د سعودي عرب په مشرۍ د ۴۱ اسلامي هېوادنو د ترهګرۍ ضد پوځي اتحاد د ايران يا د يو بل هېواد پرضد نه دی.

د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د زيارت په مازېګر په اسلام اباد کې د سېنټ غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هېواد به يې د چا پرضد استعمال نه شي بلکې دوی د حرمين شریفېن د حفاظت په خاطر په ايتلاف کې شامل شوي دي.

د پاکستان پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي هېوادونو پوځی اتحاد مشري په غاړه لري.
د پاکستان پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي هېوادونو پوځی اتحاد مشري په غاړه لري.

د سعودي عرب په مشرۍ دغه اتحاد د ۲۰۱۵ ز کال د دسمبر په میاشت کې جوړ شوی وو او داوخت يې مشري د پاکستان پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف کوي.

که څه هم په اتحاد کې ۴۱ اسلامي هېوادونه شامل دي خو پکې ايران ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

تهران ادعا کوي چې د سعودي عرب په مشرۍ دا اتحاد د ايران پرضد دی.

پاکستان چې د ايران ګاونډی دی نو ځکه په پاکستان کې ځينې ګوندونه او کړۍ پر حکومت نيوکه کوي او غوښتنه کوي چې بايد پاکستان دايران او سعودي عرب په لانجه کې ښکېل نه شي.

تهران ادعا کوي چې د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي هېوادونواتحاد ايران ضد دی.

هم دا خبره د پاکستان پېپلز پارټۍ سنېټر فرحت الله بابر د سېڼت د زيارت د ورځې په غونډه کې راپورته کړه.

خو په ځواب کې د وزيراعظم بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وويل چې د پاکستان پوځ پخوانی مشر جنرال راحيل شريف چې دا وخت د پوځي ايتلاف مشري پر غاړه لري، به د پاکستان دريځ په ښه توګه وړاندې کړي.

نوموړي وويل، په پوځي اتحاد کې شامل پاکستاني عسکر به له سعودي عرب دباندي نه استول کېږي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه برېګېډيير سيد نزير مشال راډيو ته ويلي، پاکستان ته پکار نه ده چې په نړيوالو شخړو کې ښکېل شي بلکې بايد په سولييزو هڅو کې مهم رول ولوبوي.

په پوځي اتحاد کې شامل پاکستاني عسکر به له سعودي عربه دباندي نه استول کېږي. سرتاج عزيز

د پېښور پوهنتون نړيوالو اړيکو ښوونکی ډاکټر اعجاز خټک بيا وايي، پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحادپه اړه بايد خپل دريځ په پارليمان کې ښه په ډاګه کړي.

دده په خبره پاکستان وارله مخه له خپلو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او هند سره اختلافات لري نو دې ته په کتو سره بايد د ايران او سعودي عرب په لانجه کې له احتياطه کار واخلي.

د زيارت د ورځې په غونډه کې د سېنټ مشر رضا رباني پر حکومت غږ وکړ چې په اتحاد کې د شاميلېدو ټول جزيات دې د بحث لپاره په پارليمان کې وړاندې کړي.

په ځواب کې سرتاج عزيز وويل چې په اتحاد کې د شاملولو هېوادونو د دفاعي چارو وزيرانو کېدونکې غونډه کې به د ايتلاف د جوړېدو قواعد او ضوابط وټاکل شي او له هغه وروسته به حکومت جُزيات پارليمان ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG