د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل بريد: پاکستان د افغانستان تورونه رد کړل


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې افغانستان بايد د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر هڅو شک ونکړي. د نوموړي په خبره هغه کړۍ چې د افغانستان په سوله او ثبات کې علاقه نه لري، د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان رسول غواړي.

په کابل کې د چارشنبې په ورځ له خونړي بريد وروسته د افغانستان ملي امنيت او کورنيو چارو وزارت لخوا په خپرو شوو اعلاميو کې راغلل چې دا بريد حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای په مرسته پلان کړی و. خو نفيس زکريا د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د افغان حکومت بې بنسټه تورنه ردوي. د نوموړي په خبره پاکستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی. هغه زياته کړه چې کله هم په افغانستان کې د ناامنۍ پېښه رامنځ ته شي نو تر ټولو زيات اغېز يې پر پاکستان کېږي.

له دې وړاندې هم افغانستان پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو تورونه لګولې وو خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د سياسي چارو کارپوه او خبريال هارون رشيد وايي چې له بده مرغه د دواړو هېوادونو لخوا پر يو بل د تورونو لړۍ دوام لري خو د هغه په خبره اوس پر يو وړانديز خبرې اترې روانې دي چې دواړه هېوادونه دې په خپلو سيمو کې ګډ عمليات پېل کړي چې يو دريم هېوا به يې څارنه کوي. د نوموړي په خبره که پر دې وړاندیز عمل وشي نو هیله ده چې حالات به ښه شي.

د کابل په پروني بريد کې ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زيات ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG