د لاسرسي ځای

'پاکستان په افغانستان کې امن غواړي'


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ويلي چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړې ځکه چې په افغانستان کې امن راتللو بغېر په سيمه کې امن نه شي راتللی.

د زيارت په ورځ د پارليمان شريکې غونډې ته د په خپله وینا ولسمشر ممنون حسين وویل چېپر پوله امنيت يقيني کولو لپاره به افغانستان او پاکستان ته په ګډه سره کار کول وي.

ولسمشر ممنون حسين په کابل کې شوي حمله هم وغندله او و یې ویل چې د پاکستان ولس او حکومت په هر ګام د افغانستان له ولس سره ولاړ دی او له دوی سره به ټولې ممکنه مرستې کوي.

((په افغانستان کې امن راتلو نه بغير په سيمه کې امن نشي راتللې او د دې مقصد لپاره پاکستان مري کې مذاکرات کول ممکن کړل او د اسيا زړه کانفرنس په مرحله کې يې برخه واخيسته او ګډون يې وکړو. د ترهګرۍ مخنيوي لپاره موږ د افغانستان مشرولۍ ته بلنه ورکوو چې د پولې نظام ښه کولو لپاره له پاکستان سره په ګډه کار وکړي.))

د ولسمشر وینا له پیلېدو سره سم په پارلېمان کې اپوزيشن ګوندونو او د فاټا پارلېماني غړيو احتجاج شروع کړو او د حکومت خلاف يې نارې ووهلې. که څه هم ولسمشر ممنون حسين خپله وینا جاري وساتله خو د اپوزيشن غړي په احتجاج له غونډې بهر ووتل.

ممنون حسين په خپل وینا کې ووېل چې پاکستان په معاشي توګه د سوهېلي ايشيا په مهمه معيشتونو کې شامل شوې او پاکستان کې د ګرانۍ په شرح کې کمې او د پېدوار په شرح کې زياتوالې راغلې کوم چې نړيوال بېنک هم ستايلي.

نوموړي زياته کړه چې د دفاعي شعبې پشمول د پاکستان په ټولو شعبو کې بهتري راغلې ده، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبو کار روان دې د څه له وجې به چې د ملک صنعتونه نور هم مضبوط شي او د ملک معيشت به ښه شي

د پاکستان ولسمشر په خپل وینا کې د فاټا اصلاحاتو هېڅ ذکر و نه کړو چې له کبله یې د فاټا پارلېماني غړي د اپوزيشن له نورو ګوندونو سره یوځای له پارلېمانه بهر احتجاج وکړو.

واضحه دې وي چې د فاټا پارليماني غړو پشمول د پاکستان نور اپوزيشن ګوندونو له وړاندي د صدر د وینا کولو په موقع د احتجاج او بايکاټ کولو دړکه ورکړې وه.

د سېنېټ او قامي اسمبلۍ په دي ګډه غونډه کې د پاکستان وزير اعظم نوازشريف د پاکستان د درې واړو پوځونو مشران او په پاکستان کې د بهرنيو هېوادونو استازي هم موجود وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG