د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په کابل کې د چارشنبې ورځې لویه او خونړۍ چاودنه حقاني شبکې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې په مرسته ترسره کړې او وايي چې په دې برخه کې کره شواهد شته.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بېګا شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل پاکستاني سیال نفیس زکریا هغه وینا رد کړه چې وايي، پاکستان باید په افغانستان کې د ناکامیو مسول و نه ګڼل شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا پاکستان دی چې د ترورېزم پرضد مبارزه کې نه یوازې ناکام دی بلکې زغرده او کوټلې اراده نه لري، د ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر کوي او ترهګرې ډلې په ښو او بدو ویشي او پاکستان تل دا کار کړی دی."
د چارشنبې ورځې تر خونړۍ حملې وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست وویل کره شواهد ورسره شته چې دا حمله حقاني شبکې د پاکستان پوځي استخباراتو د ادارې ای اېس ای په مرسته کړې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې د زیارت ورځې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې او د افغانستان په سوله کې تر هرچا زیاتې ګټې لري:
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د افغانستان بې بنسټه ادعاوې ردوو، د ملامتۍ دا لوبه د سولې له هڅو سره مرسته نه کوي، پاکستان د ترهګرۍ له ګواښه زیانمن شوی او موږ د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بېسارې قرباني ورکړې دي، پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې تر ټولو زیاتې ګټې لري."
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا افغانستان دی چې د سیمې او نړۍ په استازیتوب د ترهګرۍ پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي.
شکیب مستغني پاکستان ته د اشارې په ترڅ کې وايي، ترڅو چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کېږي، د ترهګرۍ پرضد مبارزه نه شي بریالۍ کېدلی.
کابل له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د پاکستان پر استخباراتو تور لګوي چې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.
کابل د کوټې شورا او د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې حقاني شبکه د خپلې ادعا د ثبوت د مثالونو په توګه یادوي.
خو پاکستان دا تورونه ردوي او په ځواب کې هند او په افغانستان کې دیره وسله وال په پاکستان کې د تروریستي حملو مسؤل بولي.