د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په راتلونکیو پارلیماني ټاکنو د تازه سر شمېرنې اغېز


په بلوچستان کې سر شمېرنه
په بلوچستان کې سر شمېرنه

په پاکستان کي دکور شمېرنې او سر شمېرنې لړۍ د تيري مياشتي په پنځويشتمه نيټه سر ته ورسيده. اوس پوښتنه دا ده چي د دغه هيواد د احسایې اداره به ددې نه پس د سر شمېرنې مسوده کوم پړاو ته سپاري.

ددي پوښتني په ځواب کي د احسایې د ادارې کمېشنر حبيب الله خټک وايي چې که څه هم د دوی کارکونکیو د سر شمېرنې لړۍ په خپل وخت سر ته ورسوله خو د ده په خبره اوس د دوی اداره د راټولو شویو معلوماتو په بنیاد اخيرنۍ مسوده جوړولو کې مصروف دي.

د پاکستان د آيين تر مخه پارلیماني ټاکنې د ترسره شوې تېرې سر شمېرنې پر اساس کېږي. خو د پاکستان د انتخاباتي کميشن يو چارواکی خورشيد عالم وايي چي د دوی ادارې ته ددې لپاره لږ تر لږه شپږ میاشتي وخت پکار وي او زیاتوي :

« د قانون مطابق چې کوم اخري معلومات ورکړل شي، د هغې مطابق به بیا موږ حلقه بندي کوو. »

دا چي آیا ددې سر شمېرنې له وجي به په ۲۰۱۸م کال کي کيدونکي پارلیماني ټاکنو نه پس ددغه هيواد په سیاسی منظر نامه او د سیاسی ګوندونو په پارليماني پیاوړتیا هم څه اثر وي او که څنګه؟ ددې پوښتنې په ځواب کی په اسلام آباد کي د سیاسی چارو کار پوه ظفر الله خان وايي چي ددې سر شمېرنې به کوم خا ص اثر نه وي او زیاتوي :

« پارلیماني څوکۍ خو به زیاتيږي ، خو تر کومه چي د آبادۍ خبره ده نوداسی نه ده چي د یوې صوبې آبادي به زیاته وي او د بلي به کمه وي. په پا کستان کي د آبادۍ د زیاتوالي کچه په ټولو صوبو کی يو رنګ ده. که په پنجاب صوبه کي لس څوکۍ زیاتې شي نو ممکنه ده چي په خيبر پښتونخوا کې هم پنځه شپږ یا بلوچستان کې دوه درې زیاتي شيږ»

په پاکستان کې سږ کال کورشمېرنه او سر شمېرنه په مارچ، اپرېل او مې میاشتو کې ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG