د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام اباد، کابل بهیر د سوله ییز افغانستان پر لور یو مثبت ګام وباله'


په تېر شپږم جون د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ‘کابل بهیر’ کې پاکستان هم ګډون کړې وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د خپلې اونیزې غونډې پر مهال یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پوره باور لري چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه ده.

د ده په وینا چې له بې ثباته افغانستانه زیات نقصان پاکستان ته رسېدلی دی.

''موږ ته باور دې چې د افغانستان په مشرې کې د سولې پروسې لپاره یو سیاسي حل د افغانستان شخړې هواري یواځېنۍ لار ده. په دې شخړه کې افغان ولس ته زښت زیان رسېدلی او دا شان موږ هم متاثره شوي یو. موږ په افغانستان کې سوله کتل غواړو او زموږ ژمنه ده چې د کابل پروسې غوندې په ټولو تعمیري هلو ځلو کې برخه واخلو. د کابل پروسه په دې لړ کې یو مثبت قدم دی.''

پاکستان وایي چې په هر هغه فورم کې به ګډون کوي چې د افغانستان سولې او ثبات په اړه وي.

په دې لړ کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي چې د سولې په اړه خبرې اسلام اباد او کابل دواړه کوي خو مهم سوال دا دی چې آیا د دواړو هېوادونو ترمینځ به بیا اعتبار پیدا شي که څنګه، چې د امن لپاره دواړه هېوادونه عملي ګارمونه پورته کړي.

د ده په وینا چې د عملي ګامونو ضرورت دی.

''پاکستان او افغانستان ترمینځه به اعتبار پیدا کول وي او دا شان د طالبانو او د افغانستان ترمینځه خبرې او بیا د ګاونډي هیوادونو او د لویې طاقتونو دا مرسته چې جوړ جاړۍ له ضمانت ورکړي. نو د افغانستان د مسلې یو سیمه ییز هواری پکار دې چې پکې نړیوال طاقتونه هم برخه واخلي او چې د هر چا په وس کې څه وي چې د افغانستان امن لپاره مرسته وکړي.''

پاکستان او افغانستان ترمینځه اړیکې کال ۲۰۱۵ کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د وژنې ورستیو خرابې شوې دي.

XS
SM
MD
LG