د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هم د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شو


پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او)۱۷ مې سرمشريزې پر مهال د ياد تنظيم غړیتوب ترلاسه کړ.

د جمعې پر ورځ د قازقستان ولسمشر نور سلطان نذر بايیوف د اېس سي او سرمشريزې غونډې په مهال په خپله پرانستونکې وینا کې د تنظیم بشپړه غړي په حېث د پاکستان هركلی وكړ.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د تنظيم غونډې ته وويل دا د پاکستان لپاره يوه تاریخي ورځ ده او هېواد به يې د ياد کونسل د غړي په حیث سيمه ايز امن، خپل مېنځي رابطو، اقتصادي سوكالي او د تنظيم اجتماعي مقصدو ترلاسه كولو لپاره خپلې هلې ځلې كوي.

د شنګھای همکارۍ تنظیم مستقل غړې جوړېدو له وجې پاکستان ته به څه ګټې ترلاسه شي؟

په لاهور د سیمه يیزو چاروکارپوه پروفیسر حسن عسکري وايي چې د دې تنظيم بشپړه له غړيتوب سره به نه صرف د پاكستان , روس بلکه د مينځني اسياء له هیوادونو سره رابطې مستحكمې شي.

نوموړي وویل، شنګهای همکاري تنظيم د دې سیمې لپاره یو ډېر مهم تنظیم جوړ شوی دی په ۲۰۰۲م کالکې چې کله دا تنظیم په جوړ شو نو هغه وخت به صرف په ترهګرۍ خبرې کېدای خو اوس غړي هېوادونه د یو له بل سره اقتصادي مرستو کډون تجارت، تکنیکي مرستې او داسې نورو معاملاتو کې سره مرستې کوي او پاکستان لپاره په دې تنظیم کې شاملیدل ځکه هم ضروري وو چې پاکستان غواړي چې نه صرف د مینځنۍ آسیا هېوادونو سره خپل تجارت زیات کړي بلکه خپل د توانايي ضرورت هم پورا کړي.

د ذکر ده چې د اېس سي او سرمشريزه غونډه كې د قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، روس، افغانستان، بیلارس، چین او منګولیا ولسمشرانو او د هند او پاکستان اعلی وزيرانو ګډون وکړل.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وايي ترڅو پاکستان د چین، افغانستان، روس او مینځنۍ آسیا سره خپل تجارت زیات نه کړي نو تر هغې ترقي کولو سره سره په دې سیمه کې امنیت هم نه شي راتللی.

د نوموړي وينا وه چې له بده مرغه پاکستان تر اوسه د یو لوې تجارتي تنظيم غړې نه و او په موجوده وخت کې د شمالي امريکا فري ټرېډ اېګريمنټ (نېفټا) نومې تنظيم وروسته اېس سي او يو لوې تنظيم دې ځکه چې د مېنځني اسيا هیوادونو سره سره چين او روس هم د دې تنظيم برخه دي نو پاکستان ته اوس يوه موقعه ترلاسه شوه چې خپلې تجارتي او اقتصادي اړيکې د تنظيم د غړي له هیوادونو سره زياتولې شي.

د يادونې ده چې پاکستان د ۲۰۰۵م کال راهیسې د شنګهای مرستې تنظيم مبصر وو او په ۲۰۱۰م کالکې يې د تنظیم د بشپړه رکنیت خواست كړې وو خو په ۲۰۱۵م کې د روس په اوفا ښار كې شوي د ياد تنظيم په سرمشريزه غونډه کې ورته د مستقل رکنيت وركولو اصولي پريكړه وکړل شوه.

XS
SM
MD
LG