د لاسرسي ځای

تازه خبر

لس کاله پس د مذهبي سپکاوي له توره بري شو


د پاکستان سپریم کورټ یوولس کاله پس د مذهب د سپکاوي په تور تورن د یو تن پرضد د کره ثبوتونو نه وړاندې کولو له کبله بري کړ او یې ویل چې خلک د شخصي دښمنیو لپاره خلک په داسې مقدمو کې ښکېلوي.

اسلام اباد کې د شورو په ورځ په سپریم کورټ کې د جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ کې درې تني بېنچ د مذهب د سپکاوي د مقدمې اورېدنې په وخت د پنجاب ملتان سره تعلق لرونکی مشتاق بري کړو.

په مشتاق باندې خپلو ګاونډیانو دلشاد او الله دتهتور پورې کړې وو چې په کال ۲۰۰۶ کې يې د اکتوبر په ۲۷ مه نېټه په خپل کور کې قران سوزلې خو د نوموړي پر ضد مدعیانو سم ثبوتونه وړاندې نکړل په کومه چې عدالت د ده د بري کېدو فېصله وکړه.

په دې موقه د جسټس اصف سعید کهوسه وینا وه چې خلک د خپلو دشمنیو پوره کولو لپاره داسې مقدمې جوړوي.

جسټس دوست محمد په خپل ریمارکس کې زیاته کړه چې د مردان عبدالولي خان پوهنتون د زده کونکي مشال خان د وژنې پېښه د دا رنګ پېښو تازه مثال دی.

په پاکستان کې د مذهبي چارو پوهان په دې څه وايې مشال راډیو چې په دې اړه د مفتي فضل منان عابد نه وپوښتل نو د نوموړي وینا وه باید د اصلاح په غرض دا قانون داسې جوړ کړل شي چې څوک په دروغه کې په دې ګېر نه کړل شي.

نوموړي زیاته کړه بلکل که پاک او دینداره او د ملک خېرخوا خلک په دې خبره باندې سره کېني او په ګډه سره یوه فېصله وکړي نو دا جایز دي ، مقصد هم دغه دی داسې نه چې څوک د یو تن پر ضد دا کاروي او د هغه پر ضد پکې یوه دفعه پیدا کوي چې ګني دغه تن پکې پانسي کړل شي او زیان ورته ورسي نو داسې نه ده پکار نو که په دې کې په متفقه توګه یو تصیح وکړل شي نو دا جایز خبره ده.

مشال راډیو چې په دې اړه د قانوني چارو تجزیه کار وکیل شهاب الدین نه وپوښتل نو د هغه وینا وه دا خبره اوس ډېره عام شوې ده چې ځنې خلک د جایداد قبضه کولو لپاره یا د نورو څه ذاتي ګټو لپاره د یو بل پر ضد داسې کېسونه جوړوي او کوشش کوي چې هغه سخت کېس وي او په دې کې څه کېسونه داسې نیولې شوي هم دي چې په هغې کې د دروغو دعوې شوي وي او بیا عالمانو ویلي دي چې دا کېس په ناسم اساس جوړ شوې وو نو که د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل یا نور جید علما کرامو سره رابطه وشي او هغوي د شریعت په رڼا کې دې ټولو خبرو ته وګوري او زړې بېلګې به له هغوي سره موجود وي نو که دغه رنګ یو قانون سازي وشي له نوي سره او بیا په هغې کې د جرم لپاره سزا وټاکل شي نو دا به ډېره ښه وي.

یاده دې وي د روان کال په دیارلسم اپرېل د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې یو شمېر زده کونکو او د پوهنتون ملازمینو په ګده سره مشال خان نومې زده کونکی د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وو او د روانې میاشتې په دریمه نېټه د خېبرپښتونخوا د پولیسولخوا خپور شويګډ پلټنیزې ډلې په رپورټ کې ویل شوي چې مشال خان نومې زده کونکی د یوې منصوبې ترلاندې وژل شوی او د مذهب د سپکاوي يې هېڅ ثبوت نه دې ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG