نوموړي د پنجشنبې په ورځ د سېوۍ او کوهلو ۱۷۴ کیلومیټره لویې لار بشپړېدو مراسمو ته په وینا کې وویل، بلوچستان له مودې راهیسې د محرومیو ښکار وو او دا چې اوس هغه عناصر او قوتونه په ډاګه شوي دي چې په هغه سیمه کې ترهګرۍ ته لمن وهي:
((د بلوچستان د محرومیو داستان خواشینوونکی دی. د خدای په فضل، موږ ترهګرۍ ته ماته ورکړې ده. هغه کورني او بهرني قوتونه څرګند شوي دي چې بلوچستان یې [د ناامنۍ] په عذاب اخته کړی وو. د پاکستان پوځ، اېف سي، پولیس او نورو ادارو د زیار او قربانیو په نتیجه کې ترهګر له ماتې سره مخامخ شوي دي.))
نواز شریف البته دا روښانه نه کړه چې د بلوچستان په ناامنیو کې څوک لاس لري خو په ورته وخت کې د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف په ګېلګېت کې د چین – پاکستان اقتصادي لار په اړه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د هندي وزیراعظم نرېندر مودي، د هغه هېواد استخباراتو او نورو په چلونو پوهېږي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) وايي، جنرال شریف زیاته کړه چې د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو ساتنې لپاره به ((تر اخري حده ځي.))