د بلوچستان په سرښار کويټه کې د تجارو د اتحادیې مشرانو ویلي دي چې دپاکستان د مرکزي حکومت له لوري سوداګرو ته حکم شوی چې د ستمبر له لومړي تاريخ څخه دې په سرکاري بانک (سټيټ بينک آف پاکستان) کې د اي – اکاونټ په جوړولو سره تجارت کوي.
خو سوداګر وايي دا کار ځکه ناممکنه دی چې پاکستان د افغانستان او ايران سره بانکي تړون نه لري نو د دوی مالونه ځکه ولاړ پاتې دي.
کويټه کې د سوداګرو د اتحاديې يو مشر عالمګير دراني په دې اړه نن مشال ريډيو ته وويل چې ايران د پاکستان سره د نړيوالو اقتصادي بنديزونو له کبله د بينکونو تړون نه لري.
نوموړي زياته کړه: (( د اقتصادي بندیزونو د پورته کیدو ورسته پاکستان ته پکار وو چې ايران سره يې له بينکونو څخه د راکړې ورکړې تړون بيا سم کړی وای. بايد تر هغې وروسته يې له موږ څخه د اي ـ اکاونټ جوړولو غوښتنه کړې وی.))
سوداګر غوښتنه کوي چې لومړی دې د پاکستان حکومت د افغانستان او ايران سره د بينکونو تړونونه وکړي ځکه چې که دغسې معاهدې موجودې نه وي نو پاکستاني تجارانو د غو هيوادونو سره د هغې لارې سوداګري نه شي کولی چې حکومت يې غواړي.
يو سوداګر حاجي فتح خان بیانزي وويل چې د بينک له لارې په تجارت کې د سوداګرو ګټه ډيره ده. ((بينک راته ډالر په ۱۰۳ روپۍ راکوي خو په بازار کې ډالر په ۱۰۸ دی. نو دا زموږ لپاره ښه ده خو اوس د بينک له لارې تجارت کول د دغو هيوادونو تر منځ د تړونه د نښتوالي له وجې ناممکنه دی.))
ويډيو: د چمن - سپين بولدک لارې تړل کېدو هم د دواړو خواوو تجارانو ته مالي زيانونه اړولي