د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولې انتظام لپاره ۱۸ دروازې جوړېږي


د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي آر وياند عاصم باجوه
د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي آر وياند عاصم باجوه

عاصم باجوه په خپل بريفنګ کې وويل چې پاکستان او افغانستان ترمينځه تګ راتګ لپاره اتلس لارې دې چېرته چې د پولې انتظام لپاره به پر پوله 18 دروازې جوړېږي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي آر وياند وايي، چې په پاکستان کې د ټولو وسله والو خلاف بې له توپیره کاروايانې شوې دي او کېږي. نوموړی وايي، دا خبره سمه نه ده چې پاکستان د حقاني شبکي خلاف کاروايي نه کوي۔

د زيارت په ورځ پنډې کې مطبوعاتو ته د کراچۍ او قبایلي سیمو کې روان عملياتو په اړه څرګندونو (بريفنګ) کې دليفټينېنټ جنرل عاصم سليم باجوه وینا وه چې په پاکستان کې ښه او بد طالبان هېڅ تصور نه لري او دوی د ټولو وسله والو خلاف بغېر د څه امتیازه کاروایي کوي.

عاصم باجوه خپلو خبرو کې زیاته کې چې په عملياتو کې یې د حقاني شبکې او افغان وسله سره سره ټول وسله وال وژل شوي دي او په دې لړ کې په پاکستان کې د حقاني شبکې خبره کول سمه نه ده.

عاصم سليم باجوه وويل چې وسله والې ډلې داعش په پاکستان کې د ځای جوړول کوشش کړی خو داعش به هېڅکله هم پرېنږدي.

هغه وويل چې د داعش 309 کسان نيول شوي دي۔ په سيکيورټي فورسز او مطبوعاتو باندې په حملو کي هم د پاکستان داعش امير حافظ عمر او علي رحمان ټونا ملوثه وو او نیول شوی دی.

عاصم باجوه وويل، چې په ملک کې 168 چانړيز عمليات شوي۔ په کراچۍ کې د عملياتو له وجې ترهه ګرۍ کې کمی راغلی او د تاوان لپاره تښتونو، کلنګ اخيستنو او هدفي وژنو کې هم څرګند کمی راغلی دی۔ او چې چېرته هم ضرورت وي عمليات به جاري ساتل کېږي.

عاصم باجوه د خېبر ايجنسۍ عملياتو په اړه وويل چې خېبر ايجنسۍ کې 900 وسله وال وژل شوي دي۔ د بارودي موادو کارخانې او سرنګونه ختم کړل شوي دي او په لوی شمېر کې بمونه او راکټونه هم برآمد کړل شوي دي.

عاصم باجوه وينا وه چې د پاکستان - افغانستان تر مينځه 2600 کلوميټره لويه پوله ده. د فاتا پاکولو پس د پولې پلو روان شوی يو او موږ د ډېرو قربانو ورستو دا علاقې پاکې کړې دي.

عاصم باجوه په خپل بريفنګ کې وويل چې پاکستان او افغانستان ترمينځه تګ راتګ لپاره اتلس لارې دې چېرته چې د پولې انتظام لپاره به پر پوله 18 دروازې جوړېږي.

جنرل باجوه وويل چې د ترهه ګرۍ کاروايانو مخنيوي لپاره آپريشن ضرب عضب شروع کړل شوی ووچې ډېر ګران عمل وو۔ تر عملياتو نه وړاندې ټول فريقین په اعتماد کې اخيستل شوي وو او افغانستان ته هم ويل شوی ول چې موږ عمليات کوو.

ده وویل چې عمليات وشو نو وسله وال له شمالي وزيرستانه و خېبر ايجنسۍ ته ولاړل او د وسله والو يو نېټورک جوړېدو چې هغه مو هم ختم کړو.

جنرل باجوه وويل چې د فاټا بې کوره کړل شوي کډوال يوه لویه ننګونه یا چېلنج وو او د دې زياتې شمېرې له وجې د دوی د بحالۍ کار هم ګران وو۔ هغه وويل چې قبایلو ډېرې قربانيانې ورکړې دي۔خو د سږ کال تر پایه به دغه متاثرين خپلو علاقو ته واپس کړل شي او تر اوسه تقريبا 66 فيصد خلک ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG