د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان پوهنتون بيا بند شو


د چارسدې د باچا خان پوهنتون انتظاميه وايي که د ګل په ورځ هم استادان همداسې په احتجاج پاتې شي نو دوی به يې پر ضد قانوني کاروايي وکړي. دا پوهنتون د استادانو د احتجاج له کبله له تېرو اوو ورځو راهيسې بند دی.

استادان غوښتنه کوي چې د دوی د چټيانو تنخاوې دې ورکړل شي او کچه نوکرۍ دې يې پخې شي. ښوونکي وايي تر څو چې د پوهنتون انتظاميه د دوی غوښتنې ونه مني نو درس ورکول به بيا پيل نه کړي.

د پوهنتون د استادانو مشر ډاکټر شکیل د پوهنتون په انتظامیې تورونه ولګول چې ددوي جايز غوښتنې هم نه مني. هغه زياته کړه چې د پوهنتون مشر يا چانسلر او مرستيال يې د وړتيا په اساس خلک نه مقرروي.

ډاکټر شکيل خان وايي: ((د زده کوونکو د وخت ضايع کېدلو زمه واري [د پوهنتون] پر انتظاميه ده.))

پر دې پوهنتون څه موده وړاندې وسله والو بريد کړی وو چې تر ډيره وخته پورې تړل شوی وو.

استادانو ته اوس خپلې مسلې وريادې شوې!؟ زموږ وخت ضايع کيږي

د باچاخان پوهنتون رجسټرار حميدالله نن مشال ريډيو ته وويل چې پر دوی د تورونو لګولو پر ځای دې استادان ځان په قوانينو پوه کړي. د هغه په خبره استادان دې د خپلو ګټو لپاره د ځوانانو تعليم نه خرابوي.

((هغه غوښتنې چې د پوهنتون په انتظاميې پورې يې اړه درلوده، منل شوي دي. ډير داسې شيان دي چې زموږ په واک کې نه دي. مثلا د چټيانو تنخا. دا د لوړو زده کړو د کمېشن کار دی. د نوو خلکو مقررول هم د قانون له مخې کيږي. چانسلر او مرستيال يې له قانون بغير چا ته دنده نه شي ورکولی.))

د پوهنتون زده کونکي وايي چې د دريوو مياشتو ګرميوو چټيانو تيرېدو وروسته بايد درسونه پيل شي. حمزه خان نومي يو زده کوونکی وايي: ((اوس چې کلاسونه شروع شول نو استادانو ته دا مسلې وريادې شوې! زموږ وخت ضايع کيږي. انتظاميه دې دا ستونزه زر تر زره حل کړي.))

XS
SM
MD
LG