د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ګوندونه: پاکستان دې افغان کډوال پنځه کاله نور تم کړي


په اسلام اباد کې د پښتنو سیاسي ګوندونو مشرانو غونډه
په اسلام اباد کې د پښتنو سیاسي ګوندونو مشرانو غونډه

پښتنو مشرانو ویلي دي حکومت دې پښتانه ځورول پرېږدي او د افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا موده دېپنځه کاله نوره وغځول شي، ځکه چې افغانانو د پاکستان خدمت کړی دی. دا خبره د سیاسي او مذهبي ګوندونو او قبایلي مشرانو په یوه غونډه کې وکړه.

په اسلام اباد کې د زیارت په ماسخوتن د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزي په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د جمعیت اعلماء اسلام مشر مولانا فضل رحمان د جمعیت اسلامي امیر سراج الحق د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر افراسیاب خټک د مسلم لیګ ن یو مرکزي مشر امیرمقام او د سېنېټر صالح شاه په ګډون نورو مشرانو ګډون وکړ.

په غونډه کې وویل شو چې د ترهګرۍ په نوم د یوشمېر پښتنو شناختي کارډنه بلاک کړل شوي او دا رنګ قبایل هم په یوه او بل نامه ځورول کېږي باید چې حکومت له دې ډډه وکړي او د پښتنو شناختي کارډونه ازاد کړي.

په بورډ بازار کې د افغان دوکاندارانو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.

د د ه په وینا چې دوی به په دې لړ کې د یوې ډلې په ځاندره کې له وزیر اعظمه سره ویني او دا مسلې به ورته په وړاندې ږدي:

(ایران افغان کډوالو ته تر ۲۰۲۱ کاله د ایسارتیا وخت ورکړی نو باید چې پاکستان هم تر۲۰۲۱ م کاله پورې وخت ورکړي او کوم افغانان چې نه دي رجسټرډ شوي پکار ده چې هغوی رجسټر کړي او دغه رنګ چې د فارن اېکټ لاندې کوم افغانان نیول شوي هغوی دې په فوري توګه خوشې کړل شي او له دې سربېره له حکومته دا غوښتنه هم وکړل شوه چې د فاټا، پښتونخوا یا د بلوچستان سیمې پښتانه چې په پنجاب یا سیند کې د پوليسو لخوا ځورول کېږي د هغوی شناختي کارډونه بندېږي پاکستان حکومت دې په فوري توګه په دې لړ کې ګامونه پورته کړي او دا مسله دې مرکزي او صوبايي حکومتونه په ترجیحي بنیادونو حل کړي.)

یاده دې وي چې د روان کال د دسمبر په یو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایسارتیا نېټه پای ته رسي خو تر دې وړاندې افغانانو په رضاکارانه توګه له پاکستانه کډه کول شورو کړي او د سرکاري چارواکو په وینا چې تر دې دمه د افغانانو تر څلوېښت زره زیاتې کورنۍ افغانستان ته ستانه شوې دي.

XS
SM
MD
LG