د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن -سپين بولدک لار خلاصه شوه


د چمن - سپين بولدک لار د ۱۴ ورځو تر بندېدو وروسته نن ۰زیارت) سهار پر ځايي وخت اووه بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه. د چمن اوسېدونکي وايي، د دواړو خواوو ولس د خوښۍ څرګندونه کوي او له داوړو خواوو د خلکو او کوچنيو او لويو ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی. تېره ورځ (چارشنبه) د افغانستان او پاکستان د امنيتي چارواکو تر منځ په خبرو اترو کې د لارې پر خلاصېدو سلا وشوه.د لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ پاتې او خلک له يو شمېر ستونزو سره مخامخ وو.

د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د اګست پر ۱۸مه افغان مظاهره کوونکو پر دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه. له هغې ورځې راهیسې د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو څو ځله غونډې وکړې خو نتيجه يې ورنکړه.

د افغانستان په جنوب کې د دې هیواد د بهرنیو چارو استازي شاه محمد څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته ويلي و چې پاکستانیو چارواکو د لارې خلاصېدو لپاره ځينې شرطونه ورته ايښي دي. د دنوموړي په وينا پاکستانيو چارواکو غوښتل چې په کندهار کې مېشت پنجابیان ونه اېستل شي او د بولدک پر دروازه دې هره ورځ د رسمي پولې غوندې مراسم تر سره شي. په شرطونو کې دا هم راغلي چې افغان چارواکي دي د تل لپاره په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد د هر راز کړنو مخه ونیسي.

خو په سپين بولدک کې د افغان پوله ساتو ځواکونو کمندان کرنل محمد علي داوري نن سهار مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان له لوري هيڅ ډول شرطونه نه دې منل شوي. د نوموړي په وينا دواړه لوري پر دې سلا شوي چې په راتلونکې کې به د افغانستان او پاکستان بېرغونو او د مشرانو انځورونو ته سپکاوی نه کيږي او د دا ډول پيښو مخه به نيول کيږي.

د چمن او سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره پورې خلک تګ راتګ کوي چې پکې زیاتره يې سوداګران دي. خو ورسره، له کندهار، هېلمند او نورو ولایتونو څخه سلګونه خلک د درملنې په موخه له وره اوړي او کوټې او کراچۍ ته ځي.

XS
SM
MD
LG