دا په داسې حال کې ده چې ايسوشيټيډ پريس خبري اژانس نن په يو رپورټ کې ويلي چې د طالبانو يو دري کسیز پلاوی له قطر څخه پاکستان ته ورغلی چې د افغان حکومت سره د مذاکراتو کولو پر څرنګوالي وغږيږي. خو د قطر مېشته طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي نن مشال ريډيو ته وويل چې دغه پلاوی د خپلو عادي بهرنيو سفرونو لړ کې ډير مخکې اسلام اباد ته تللی وو او د خبرو ايجنډا يې د افغان کډوالو موضوع وه.
نوموړي زیاته کړه: ((د کابل حکومت وايي چې د سولې کيلې (چابي) پاکستان سره ده. دا خبرې په درد نه خوري. دا دعوې او تورونه سم نه دي. دا خبرې خو دا پنځلس کاله وشوې، هيڅ نتيجه يې ورنه کړه.))
يو لوړ پوړي افغان چارواکي مشال ريډيو ته ويلي چې د طالبانو سره د خبرو په پيلولو کې يې لوی خڼد د جنګ بندۍ موضوع ده. افغان حکومت اوربند غواړي او طالبان د قطر د دفتر رسمي کول.
افغان حکومت له طالبانو غواړي چې د سولې مذاکراتو لپاره جنګ بندي وکړي
د قطر دفتر ياد چارواکي بيا وويل چې دوی نه شي کولی د افغان او نړيوالو ځواکونو پر وړاندې جنګېدونکي طالب وسله وال قانع کړي. هغه زياته کړه: ((جنګ بندي خو ډيره وروستئ خبر ده. د خارجيانو وتل مهم دي. لومړی بايد د باور رامنځته کولو لپاره ځيني ګامونه واخيستل شي. په دوی کې مهم يې د قطر دفتر په رسميت منل دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر پخواني مشر ملا طيب اغا، کوټه کې د طالبانو مشر ملا هيبت الله ته ليږلي هغه ليک کې چې مشال ريډيو ته رسيدلی. نوموړي په دغه ليک کې ويلي چې طالبان ځان ته د امارت لفظ او مشر يې اميرالمومنين نه شي کارولی. دې خط کې د بهرنيوو جنګياليوو د کنټرولولو او له پاکستانه د وتلو سپارښتنه هم شوي.
خو د قطر د دفتر يو اوسني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ريډيو ته وويل چې دا خط ملا هيبت الله ته نه دی ليږل شوی. ((موږ ته يعني دلته دفتر ته دا ليک نه دی راغلی او نه هم مشر ته استول شوی. طيب اغا کوښښ کوي چې د مطبوعاتو له لارې دا خط ملا هبت الله ته ورسوي.)) نوموړي دا خبره هم رد کړه چې ګوندي د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوند له طيب اغا څخه د قطر دفتر د مشرۍ غوښتنه کړې.