د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ترهګرۍ سره په تړاو د څلور زرو کسانو اکاونټونه کنګل


د پاکستان مرکزي بېنک وايي چې په ملک کې د ترهګرۍ په هلو ځلو کې ککړو خلکو قريبا څلور زره اکاونټونه يې کنګل کړې دي.

د پاکستان اسټېټ بېنک یو چارواکي مشال رېډيو ته وويل چې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې نېکټا لخوا ورکړي شوي فهرست وروستو د هغه خلکو اکاونټونه کنګل کړل شوي چې نومونه یې د ترهګرۍ مخنیوي اېکټ ۱۹۹۷ په څلورم شېډول کې شامل دي.

د نوموړي وینا وه چې کنګل کړل شویو اکاونټونو کې پروت رقم په باب له مختلفو بېنکونو معلومات غوښتل شوي دي.

بلخوا پاکستاني مطبوعات وايي چې کنګل کړل شويو اکاونټونو کې د ناقانونه ګرځول شويو تنظيم جېش محمد مشر مولانا مسعود اظهر پشمول د یو شمېر نور ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو اکاونټونه هم شامل دي چې پکې د پنځه دېرش (۳۵) کروړه روپیو زيات رقم پروت دی.

د ذکر ده چې مرکزي بېنک تېره مياشت ټولو بېنکونو ته هدایات جاري کړي و چې د وسله والو مالي کمک ودرولو لپاره دې په څلورم شېډول کې موجود تر دوه زرو زیاتو کسانو بېنک اکاونټونه په فوري توګه کنګل کړي.

د مرکزي بېنک لخوا جاري شوې فهرست کې شامل د څوارلس سوو (۱۴۰۰)زياتو کسانو تعلق د پنجاب، د دوه سوه شپږویشتو (۲۲۶) تعلق د سند، یو سل درې نوي (۱۹۳) تعلق د بلوچستان، یو سل شپږو (۱۰۶) تعلق د ګلګت بلتستان، وویشتو (۲۷) تعلق د اسلام اباد او شپږویشتو (۲۶) تعلق د پاکستان انتظام لاندې کشمیر سره ښودل کېږي.

د قانوني چارو څيړونکی منان باچا تېره اوونۍ د څلورم شېډول پحقله مشال رېډيو ته وويل چې په دې ليست کې شاملو کسانو او د هغوی ډلې نه شي کولی چې پيسې راجمع کړي او يا هم چېرته سفر وکړي. په دې ليست کې شامل کسان د بنديزونو له وجې نه پخپله جلسې کولی شي او نه هم د نورو په جلسو کې برخه اخيستلی شي.

د ېادونې ده چې د روان کال په جولايي مياشت کې د ترهګرې د مخنیوي قامي ادارې نېکټا یو سل او شپږویشت (۱۲۶) اکاونټونه کنګل کړي ول.

XS
SM
MD
LG