د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ضد نړیواله ورځ لمانځل کېږي


 Afghanistan:polio campaign in Nangarhar Oct 17 2016
Afghanistan:polio campaign in Nangarhar Oct 17 2016

نن دوشنبه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ مخنیوی نړیواله ورځ لمانځل کېږی او په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا،قبایلي سیمو، بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کي دستورې ترسره شوې.

د ګل/دوشنبې ورځې څخه په قبایلي سیمو او د خېبر پښتونخوا په دیارلسو ضلعو کي د پولیو درې ورځنی کېمپېن همپیل شوی دی. په فاټا سیکرټرېټ پېښور کې د پولیو مخنیوي څانکې ویاند عقیل احمد خان مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو کې به تر لس نیم لکوزیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

عقیل احمد زیاته کړه چې اوس په دې موجوده کال کې د ګوزڼ ناروغانوشمېره ډېره راکمه شوې ده او په قبایلي سیموکې سږکال ګوزڼ یوازې دوه ماشومان ځپلي دي.په ۲۰۱۴م کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر ۱۷۹ وو.

هم دغه رنګ په پېښور کي د یوې دستورې پرمهال په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ د هلو ځلو مشر ډاکټر جوهر مشال راډیو ته وویل چې د پولیو وایرس د پاکستان او افغانستان یو مشترکه وایرس دی اود دې ځای وایرس کله په افغانستان کې ښکاره شي او کله پاکستان کې ښکاره شي او دواړه هېوادونه د دې واېرس ختمولو ته رانزدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG