د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د پولیسو پر روزنیز مرکز برید ۶۰ اهلکار وژل شوي


د پېښې ځای کې امنیتي سرتیري ولاړ دي
د پېښې ځای کې امنیتي سرتیري ولاړ دي

په بلوچستان صوبه کې چارواکي وايي، د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکزد وسله والو د بیګاني برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۰ اهلکار وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو صوبايي وزیر سرفراز بګټي وايي د برید پرمهال په یاد مرکز کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې د پولیسو سرتېري موجود ول.

چارواکي وايي، بېګا شپه پنځه وسله وال کسان چې په چوونکیو توکیو او وسلو سمبال ول، د پولیسو روزنیز مرکز هاسټل ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. د سرفراز بګټي په وینا له څو ساعته ډزو تبادلې وروسته ځینې وسله وال وژل شوي او ځینو نورو ځانونه الوځولي او د پلټنې عملیات دوام لري.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، پولیسو د برید د ځای نه حفاظتی کمر بند تاو کړی او خبریالانو ته د دننه ورتلو اجازه نه ورکوي.

د برید مسولیت

مشال راډيو ته په لېږلي یوه پیغام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش په کوټه کې د پولس پر روزنیز مرکز د برید ذمه واري منلې ده.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان کراچۍ څانګې رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې منلې چې برید د دوی ملګرو کړی دی. خو د بلوچستان ځینو حکومتي او امنیتي چارواکو ویلي، کېدای شي دا برید د لشکر جنګوي العالمي لخوا ترسره شوی وي.

کوټې ته د پوځ د مشر سفر

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سېشنبې په ورځ د بلوچستان مرکز کوټې ته ولاړ. نوموړی به هلته د پولس روزنیز مرکز ته ورځي چې بېګا شپه پرې وسله والو برید وکړ. کوټې ته د نوموړي د سفر پر مهال هلته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د پولیسو پر مرکز برید غندلی، امنیتي ادارو ته یې د حالاتو قابو کولو سپارښتنه کړې او روغتیا چارواکو ته یې د ژوبلو کسانو د ښه درملنې امر کړی دی.

راپورونه وايي د پاکستان وزیراعظم به هم نن کوټې ته ورځي او د پولیسو چارواکیو او سرتېرو سره به ګوري او د وژل شویو پولیسو د جنازې په مراسمو کې به برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG