د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ځينو مذهبي ډلو د بنديزونو په ليري کولو غور کوي


د دفاع پاکستان کونسل ځيني غړي

د پاکستان د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وايي ټولو صوبو ته يې لارښوونه کړي چې د شيډول فور يا څلورم جدول په نامه هغه ليسټ جاج دې واخلي چې ځيني کسان پکې شامل او بنديزونه پرې لګول شوي.

۱۹۹۷ کال کې رامنځته شوی، شيډول فور (Schedule Four) کې هغه خلک شامل کړل شوي چې د مذهبي نفرتونو او فرقه ييزې کرکې خپرولو تور پرې پورې دی. دا اکثره د مذهبي ګوندونو غړي دي. په دې ليست کې د شاملېدو له وجې د مذهبي ګوندونو د ډيرو غړو شناختي کارډون بند شوي وو.

پرون په دې اړه د دفاع پاکستان په نامه د څو ډلو کونسل يو پلاوي د جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشر، مولانا سميع الحق په مشرۍ د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره ملاقات وکړ. تر دې کتنې وروسته چوهدري نثار مطبوعاتو ته ويل چې دغه لیست کې شامل کسان ټول پاکستانيان دي نو ځکه بايد د شناختي کارډونو او پيژندګلوئ څخه محرومه نه شي.

دې ليست کې شامل کسان د بنديزونو له وجې نه پخپله جلسې کولی شي او نه هم د نورو په جلسو کې برخه اخيستلی شي.

مولانا سيمع الحق د حقانيې مدرسې مشر دی. د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر څنګ ګڼ وسله وال له دې مدرسې فارغ شوي دي. سميع الحق ځان د طالبانو روحاني پلار بولي.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه مولانا سميع الحق، د وزيراعظم نوازشريف حکومت پر ضد مظاهرو لپاره د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د خپلې مدرسې زده کوونکو طالبانو د ورکولو وعده کړې ده. دې مدرسې ته خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف ګوند حکومت په خپله بجټ کې د دري سوه ميليونه روپو د ورکړې پرېکړه کړې وه.

د قانوني چارو څيړونکی منان باچا وايي په دې ليست کې شاملو کسانو او د هغوی ډلې نه شي کولی چې پيسې راجمع کړي او يا هم چيرته سفر وکړي. ((دې ليست کې شامل کسان د بنديزونو له وجې نه پخپله جلسې کولی شي او نه هم د نورو په جلسو کې برخه اخيستلی شي.))

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان

د رپورټونو تر مخه د پاکستان حکومت د مذهبې کرکې د خورولو په تور د ناقانونه ګرځولو شوو ډلو اهل سنت والجماعت مشر مولانا محمد احمد لدهیانوي او حرکت المجاهدین مشر مولانا فضل رحمان خلیل نومونه په څلورم شېډول کې شامل وو نو ځکه يې شناختي کارډونه بند شوي دي.

اسلام اباد کې د دفاعي چارو تجزیه کار ریټایرډ بریګیډیر سید نذیر مشال راډیو ته په ‌دې اړه وويل: (( کله چې دا څلورم شېډول اعلان شوی نو په هغې کې فرقه ييزو مسايلو کې ښکېل خلک په نښه شوي وو. په دې کې ټول ۱۴۰۰ خلک شامل وو چې له ۷۵۰ څخه تر ۸۰۰ پورې پکې د پنجاب، ۳۰۰ پکې د سیند صوبې او ځيني پکې د بلوچستان وو. په دې ليست کې د قبايلي سيمو او خېبرپښتونخوا هېڅ څوک شامل نه وو.))

XS
SM
MD
LG