د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له قطره د طالبانو یو پلاوې د ورتګ پخلی کړی


د پاکستان د وزیراعظم د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز پخلی کړی چې د افغان طالبانو یوه ډله د خبرو اترو لپاره پاکستان کې ده.

د ګل په ماښام په لوک ورثه اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره په خبرو اترو کې د سرتاج عزیز وینا وه چې له طالبانو سره د خبرو اترو دا عمل د څلور- اړخیزه هېوادونو غونډې لاندې روانې دي.

سرتاج عزیز دا هم وویل چې په قطر کې هم له طالبانو سره خبرې اترې شوې دي.

له دې وړاندې سرتاج عزیز دې لړ کې د لاعلمې څرګندونه کړې وه.

خپلو خبرو کې سرتاج عزیز د طالبانو د ډلې غړو او ملاقاتونو په اړه څه ویلو نه ډډه وکړه.

د راپورونو ترمخه چې پاکستان په سفر د افغان طالبانو دا ډله به تېره میاشت په قطر کې شوې د ملاقاتونو په اړه مالومات شریکوي.

د سیمه ایزه چارو کار پوه او د افغان امورو کار پوهان نظر لري کېدای شي چې دا ډله په دا ورستیو کې د پاکستان لخوا نیول شوې د درې طالبانو د خوشېکولو، د کډوالو په مسلو او د سولې پروسې په اړه خبرو اترو لپاره راغلی وي.

د سیمه ایزه چارو کارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي هر څوک خبر وو چې ډله راغلې ده خو حکومت سترګې پټې کړې وې.

ده وویل چې د طالبانو پلاوي په دې درو غړیو کې ملا شهاب الدین دلاور ، ملا جان محمد مدني او ملا عبدسلام حنفي دی چې اکثر له که څه مسله یا خبره وي نو بیا د پاکستان سفر کوي.

ده زیاته کړه پاکستان دا کوشش کوي چې افغان حکومت او طالبانو ترمینځه خبرې وشي.

'طالبان د خبرو نه انکار کوي په څه چې پاکستان خفګان لري. د وړوکې اختر نه ورستیو پاکستان قطر دقتر ته بیا بیا ویلي چې خپل کسان راولیګې چې خبرې اترې وکړو او تاسو بیا د افغانستان حکومت سره خبرو ته کینې نو دوي دا خپل کسان ډېر وخت پس رولیګل او چېکله پاکستان حکومت په کوټه کې د دوي درې کسان ونیول نو دوی لږه تندي وکړه چې دا خپل کسان هم خوشې کړي او پاکستان حکومت سره خبري وکړي.'

د افغان امورو یو بل کار پوه طاهر خان وایي، د دې سفر مهمه موضوع د سولې خبرې دي.

'کله چې د قطر سیاسي دفتر غړي راځي نو د سولې خبرې به ارومرو یو موضوع وي او دا سفر په داسي وخت کې شوې چې کله په قطر د ملاقات رپورټونه خپاره شول نو امکان هم دا دې چې د قطر د ملاقات حال پاکستان سره شریک کړي او د پاکستان رایې واخلي.'

د څلور-اړخیزi هېوادونو غونډه چې افغان حکومت او طالبانو سره مزاکراتو لپاره جوړه کړل شوې ده، د دې غونډې لړۍ په بلوچستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په یو ډرون برید کې د وژنې ورستو د ځنډ ښکار شوې ده او هم دې له وجې دواړو ملکونو ترمینځه کړکېچ هم رامخ ته شوی وو.

پاکستان دریځ لري چې د دې غونډې هر یو هېواد ذمه واره ده چې د افغانستان امن لپاره د خپلې برخې کردار ولوبوي. خو اخره کې دا د افغان حکومت معامله ده ځکه چې د څلور اړخیز هېوادونو د غونډې مقصد وسله والې ډلې د خبرو اترو مېز ته راوستل دي څه چې دا د افغانستان داخلي معامله جوړوي.

پاکستان دا هم وایې چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل د لارې امن غواړي او د دې لپاره به خپل کوششونه جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG